د شپږو دولتي ادارو د لوړ رتبه بستونو تقریري او تحریري ازموینه ترسره شوې

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په خپلواک کمېسیون کې د شپږو دولتي ادارو د لوړ رتبه بستونو تحریري او تقریري ازموینې واخیستل شوې.

د عامې روغتیا وزارت د تفیش ریاست لپاره درې تنه او د دغه وزارت د اداري ریاست لپاره پنځلس تنه، د اطلاعاتو وزارت د افغان فلم ریاست د بست لپاره پنځه تنه، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د معلوماتي سیستم د امنیت ریاست د بست لپاره دولس تنه، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دفتر ریاست د بست لپاره درې تنه او د بلخ او هرات ولایتونو د هوايي ډګرونو د ریاستونو د بستونو لپاره شپږ تنه د تحریري او تقریري ازموینو له واجدینو څخه وو.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دفتر ریاست لپاره نوماند سید حمید سادات وویل: « پوښتنې د کمپیوټرپه مرسته غوره کېږي او هېڅوک نشي کولای چې له چا سره مرسته وکړي. زما له نظره، کمپيوټري ازموینه په سیمه کې بېساري ده او لاسوهنه پکې شونې نه ده.«

ازموینې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د تعییناتو د بورډ د کمېشنرانو میوند رهیاب، مقدسې یورش، د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي او د عامې روغتیا، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو او د ملکي هوايي چلند ادارې د استازو په شتون کې ترسره شوې.