د شپږو لوړ رتبه بستونو ازموینې ترسره شوې

د شپږو دولتي ادارو د شپږو لوړ رتبه بستونو د ترلاسه کولو لپاره، ۷۰ تنو داوطلبانو په تحریري (کمپيوټري) او تقریري ازموینو کې برخه واخیسته.

دغه ازموینو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شرکتونو او تصدیو د مالي څېړنو او اصلاحاتو د پلي کولو ریاست، د تخار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست، د بامیانو او هرات په ولایتونو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاستونه، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د قومي ستونزو د حل چارو سلاکار او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست پکې شامل وو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شرکتونو او تصدیو د مالي څېړنو او اصلاحاتو د پلي کولو ریاست لپاره نوماند، فاروق پېر زاده وايي:«د کمپيوټري ازموینې څرنګوالی له پخوانیو اخیستل شویو ازموینو سره ډېر توپېر درلود او له ورځنیو ستندردونو سره سم دی. دغه سیستم د ستاینې وړ دی او موږ ترې خوښ یو.»

ازموینې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون او اړوند ادارو د صلاحیت لرونکو استازو په شتون کې د فاطمې قادریان او روباټ جوړونکو نجونو د ازموینو په مرکز کې واخیستل شوې.