د شکايتونو او نيوکو د څېړلو او کتلو کارپوه.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو خبرتياوو د لړيو په څارنه کې دا دى دا ځل لاندنې بست، د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په اساس د ازادې سيالۍ له لارې د رتب معاش د نوي سيسټم ته سپاري:

 

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د شکايتونو او نيوکو د څېړلو او کتلو کارپوه. ۳ د شکایاتو د رسیدنی بورد ۳ ۱۰/۱۰/۱۳۹۷ ۲۳/۱۰/۱۳۹۷

 

په شرايطو برابر کسان هم نارينه او هم ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۱۰/۱۰/۱۳۹۷) نېټې نه تر (۲۳\۱۰\١٣٩٧) پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له ماسپښين نه وړاندې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د ملکي خدمتونو د بستونو دندې.

د بست ټولييز مالومات:

د بست خبرتيا شمېره:  
د دندې عنوان:  د شکايتونو او نيوکو د څېړلو او کتلو کارپوه.
بست: (٣)
وزارت/یا اداره: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون.
د بست ځاى: کابل
د بست شمېره: (۳)
رپوټ ورکول: د شکايتونو او نيوکو د څېړلو او کتلو آمر ته.
رپوټ اخيستل: نه لري.
د بيا کتنې نېټه:  

……………………………………………………………………………………………………………………………………

د دندې موخه: د وزارتونو او خپلواکو ملکي خدمتونو ادارو د رارسېدلو شکايتونو څېړنه او کتنه؛ لکه د قانون په خلاف اجراات او د ستونزو د حل په باره کې مسلکي نظريات وړاندې کول.

…………………………………………………………………………………………………………………………………..

واکونه، دندې او مسؤليتونه:

١: د امريت له پلان او د ادارې د موخو له لاسته راوړنو سره سم مياشتنى، درې مياشتنى او کلنى کاري پلان ترتيبول او جوړول.

٢: د ملکي خدمتونو د کارکوونکو، شکايتونو د څېړلو د کړنلارې په اساس شکايت پاڼو هر اړخيزه لوستنه او کتنه.

٣: له اړونده ادارې د څرګندونو د سپړنې غوښتنه او د طرحو په اړه وړاندوينه او د څېړلو او کتلو امريت ته يې وړاندې کول.

٤: د مالوماتو او څرګندونو اخيستنه، په دې اړه طرحې جوړول او د څېړلو او کتلو امريت ته يې وړاندې کول.

٥: د موضوع اړونده د ټولو شواهدو غوښتنه، د دلايلو په کتو او د زبادشوو سرچينو پړاوونو(مراحلو) پرمخ وړل او شکايتونو ته يې لاسرسى.

٦: د وزارتونو د ګومارنې د کمېټې او د اړونده ادارو او يا د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ګومارنې د خپلواک بورډ د ناعادلانه او تبعيض راوړونکو چلندونو په اړه د شکايت والو اسنادو لوستنه.

٧: د څېړنې او کتنې امريت او د شکايتونو د څېړنې بورډ د وروستي تصميم له نظر ښودلو وروسته د دوسيو جوړونه.

٨: د اړونده امريت د امر د څېړلو او موخو او د پروګرامونو لپاره يې تصميم نيول.

٩: له خپلو اړونده فعاليتونو او لاسته راوړنو څخه مياشتني، درې مياشتني او کلني رپوټونه ترتيبيول او د اړتيا په وخت يې ذيصلاح مقاماتو ته وړاندې کول.

١٠: د ټولو هغو دندو تر سره کول، چې د قانون، مقرراتو او د ادارې له موخو سره سم ورسپارل کېږي.

………………………………………………………………………………………………………………………………………

د ګومارنې شرايط(د زده کړې کچه او کاري تجربه):

غوښتونکي بايد لږ تر لږه د نوموړي بست، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د (٧) او (٣٤) مادو په شرايطو برابر او معيارونه يې په لاندې ډول دي:

١: لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس او په دغو: حقوق او سياسي علوم او شرعيات (فقه او قانون) څانګو کې يې زده کړې کړې وي او په يادو څانګو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

٢: لږ تر لږه دوه کلنه(د نوموړي بست پورته ثبت شوې موخې او وظيفوي مسؤليتونه) اړونده کاري تجربه.

٣: په رسمي ژبو(پښتو؛ یا دري) برلاسى او له انګليسي ژبې سره بلدتيا.

٤: د دندې اړونده کمپيوټري برمانو کې پوهه لرل.

________________________________________________________________________________

دریافت فورم درخواستی