د شکایاتو د شننې او پلټنې کارپوه

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب او معاش نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست   شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

شماره د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۱ د شکایاتو د شننې او پلټنې کارپوه HR-027

 

 

مشخصات بست:

د دندې سرلیک:                  د شکایاتو د شننې او پلټنې کارپوه

بســــت:                           دریم

وزارت/اداره:                       د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون

د بست ځای:                     کابل

د بست شمېر:                   (۱)

اړونده څانګه:                     د ملکي خدمتونو شکایاتو ته د رسېدنې بورډ

راپور ورکول  :                     د شکایاتو د شننې او پلټنې آمر

راپور اخیستل:                    نلری

تاریخ نشروختم اعلان:          ۲۱/۰۸/۱۳۹۹ الی ۰۲/۰۹/۱۳۹۹

 

د دندې موخه: په ملکي خدمتونو کې د عدالت ټینګولو په موخه، د شکایاتو د بستو شننه ، پلټنه او د تقنیني سندونو سره سم د مسلکي نظرونو ارایه کول؛

………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د دندې واکونه او مسولیتونه:

تخصصي دندې :

  1. شکایاتو ته د رسېدنې بورډ کړنلارو اونورو تقنیني سندونو سره سم، د شکایت پاڼو هر اړخیزه شننه او پلټنه؛
  2. اړتیا سره سم اړوندو مراجعو څخه شکایاتو ته درسېدنې بورډ مرمراحلو تر سره کولو لپاره د ټولو شواهدو او اثباتیه مدارکو مطالبه کول؛
  3. د وروسته اجراآتو تر سره کولو لپاره؛ شکایاتو ته د رسېدنې بورډ شننې او پلټنې آمریت ته د کارپوهانو نظر ورکولو وروسته د شکایاتو د بستو وړاندې کول؛
  4. د وروسته اجراآتو تر سره کولو لپاره، د سندونو بشپړتیا ( فهرست کې ځای په ځای کولو او نښه ) کولو څخه د ډاډ تر لاسه کولو وروسته د شکایاتو د بستو وړاندې کول؛
  5. د ملکي خدمتونو شکایاتو ته د رسېدنې بورډ کمشنرانو په ناسته کې د نیول شویو پریکړو سره سم، د مصوبو ترتیبول؛
  6. د کاري کړنو پرمختګ څخه د مقاماتو خبرولو لپاره، د ملکي خدمتونو شکایاتو ته د رسېدنې بورډ په دیتابس کې د شکایاتو دوسیو د مالوماتو ثبتول؛
  7. په ځانګري توګه شکایاتو ته د رسېدنې په پروسه کې د محرمیت اصل پام کې نیول، بېطرفي ساتل، عدالت ټینګول او د تبعیض نشتون  مراعتول؛

مدیریتي دندې:

  1. د آمریت پلان سره سم، د ټاکل شویو موخو تر لاسه کولو لپاره میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان ترتیبول؛
  2. اړوندو کارکوونکو ته د کارپه ترڅ کې د ورکشاپونو او سیمینارونو په دایرولو سره د مسلکي مهارتونو لېږدول او پراختیا ورکول؛
  3. مستقیم آمر او مقاماتو ته  د اړونده کړنو او لاسته راوړنو په اړه د میاشتني، دري میاشتني، کلني او د اړتیا په وخت کې د راپورونو وړاندې کول؛
  4. د ادارې موخو، قوانینو او مقرراتو سره سم د ټولو هغو اړوندو دندو ترسره کول چې د مقاماتو له خوا سپارل کېږي؛

د همغږي دندې:

  1. د محوله چارو مخکې وړلو لپاره، د کمیسیون او اړوندو ادارو سره د همغږۍ او اړیکو ټینګول؛

—————————————————————————————————————————

د ګومارنې شرایط (د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.

 

  1. تحصیلي رشته: لږ تر لږه په دې څانګو کې د لیسانس په کچه د زده کړې سند ولري: حقوق، شرعیات (فقه او قانون) او په یادو برخو کې تر دې په لوړه کچه تحصیلي سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
  2. کاري مخینه: لږ تر لږه دوه کاله اړونده کاري تجربه ولري.

اړین مهارتونه:

  1. د هیواد په رسمي ژبو (پښتو یا دري ) برلاسی و اوسي او په انګلیسي ژبه د (لیکلو او لوستلو) وړتیا ولري.
  2. د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت ولري.

هڅونې:

  • د دریم او څلورم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۵) امتیازۍ نومرې او د دویم او دریم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۳) امتیازي نومرې د معلولینو ګومارنې ګړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي، په هغه صورت کې چې معلولیت یې په کار کې د خنډ سبب ونه ګرځي.
  • ښځينه نوماندانو ته (۵) امیازي نومرې د ګومارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي.

________________________________________________________________________________________________

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود