د شکایتونو بهیر د ګړندي کولو لپاره، کمېسیون له یو شمېر ادارو سره د همغږۍ غونډې وکړې

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د شکایتونو څېړلو بهیر ګړندي کولو او د بورډ د مصوبو د عملي کولو د څارنې په موخه، د پنځو دولتي ادارو د بشري سرچینو له مسؤولینو سره کاري غونډې وکړې.

یوشمېر خلک په ځینو دولتي ادارو او وزارتونو کې د کمېسیون د شکایتونو د څېړلو بورډ د مصوبو له نه عملي کولو شکایت کوي. د شکایتونو د څېړلو بورډ مصوبو نه عملي کېدل، د خلکو د سرګردانۍ او د اجرااتو د قانوني بهیرونو د ځنډ لامل کېږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ، کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ، کډوالو او راستنېدونکو چارو او د پېښو پروړاندې د چمتوالي په چارو کې د دولت وزارتونو، او د ټاکنو خپلواک کمېسیون شکایتونو د بشري سرچینو له مسؤلینو سره د شکایتونو د څېړلو بورډ د همغږۍ په غونډو کې، د بورډ د صادر شویو مصوبو د عملي کولو د څرنګوالي او د هغو بستونو د اسنادو د مطالبې په اړه کوم چې شکایتونه یې تر څېړنې لاندې دي، بحث او خبرې وشوې.

د یادو ادارو د بشري سرچینو مسؤلینو ژمنه وکړه چې د شکایتونو د څېړلو بورډ لخوا به د مصوبو د عملي کولو او په خپل وخت د غوښتل شویو اسنادو د استولو په برخه کې لازمه همکاري وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ۵ مورده، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ۶ مورده، د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت ۹ مورده، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ۹ مورده او د پېښو د چمتوالي په چاروکې د د ولت وزارت ۳ مورده د شکایتونو د څېړلو بورډ مصوبې نه وې عملي کړې.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او د پېښو پروړاندې چمتوالي د دولت وزارت هغه وزارتونه دي، په ټاکل شوي وخت کې یې د بورډ ټولو مطالباتو ته ځواب ویلی.