د شکایتونو د څېړلو بورډ اوونیز راپور: ۲۴۸ شکایتونه څېړل شوي

د شکایتونو د څېړلو بورډ د وري میاشتې له ۲۹ د غويي میاشتې څلورمې، ۲۴۸ شکایتونه څېړلي.

له دې جملې ۲۲۴ شکایتونه رد، ۱۵ تایید او شپږ یې ساتل شوي. په همدې توګه، د بورډ د مصوبې له مخې، درې بستونه بیا اعلان ته وړاندې شوي.

دغه راز، د مرکز او ولایتونو په ګډون، له وزارتونو او خپلواکو ادارو څخه د څېړلو او شننو په موخه، د شکایتونو د څېړلو په بورډ کې ۱۳۱ شکایتونه ثبت شوي، له دې ډلې ۹۳ شکایتونه د نه شارټ لېست کېدو، ۲۴ د ازموینې د پایلې په اړه د نه قناعت، یو د بست د اعلان، دوه د نه مقررېدو، دوه د منفکۍ، څلور د غیرقانوني تبدیلۍ، څلور د ازموینې د نه ترسره کېدو او یو هم د بست د تنقیص په اړه وو.

د شکایتونو د څېړلو پایله د بورډ له څېړنې او ارزونې وروسته، شکایت کوونکو ته ابلاغېږي.