د شکایتونو د څېړلو بورډ اوونیز راپور :۴۲ شکایتونه څېړل شوي

د شکایتونو د څېړلو بورډ د تېرې اوونۍ په ترڅ کې ۴۲ شکایتونه څېړلي. د دغو شکایتونو له ډلې ۴۰ شکایتونه رد، یو تایید او د یوه شکایت له امله، یوه بست لپاره بیا ازموینه اخیستل کېږي.

په همدې حال کې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د مرکز او ولایتونو په ګډون له وزارتونو او خپلواکو ادارو څخه د شکایتونو د څېړلو په بورډ کې ۴۱ شکایتونه ثبت شوي. له دې جملې، ۱۸ مورده د ازموینې د پایلې په اړه د نه قناعت ، ۱۰ مورده د نه شارت لېست کېدو، درې مورده د بست د تنقیص، درې مورده د غیرقانوني تبدیلۍ، دوه مورده د ازموینې د نه اخیستو، دوه مورده د نه مقررېدو، یو مورد د کلنۍ ازموینې په اړه د نه قناعت، یو مورد منفکۍ او یو مورد هم د رخصتیو د نه ورکړې په اړه ثبت شوي.

د شکایتونو د څېړلو په بورډ کې، شکایتونه په دوه ډوله (حضوري او انلاین) ډول ثبتېږي.

شکایتونه لومړي پړاوکې د مسلکي کارشناس لخوا د قانون او اړوندو کړنلارو له مخې، په هر اړخیز ډول څېړل کېږي، په دویم پړاو کې د معتبره، اکادمیکو او اهل خبره سرچینو په همغږۍ او همکارۍ څېړل کېږي او د وروستۍ پریکړې او مصوبې صادرولو په موخه، د کمېشنرانو بورډ ته استول کېږي. په پایله کې، د کمېشنرانو بورډ پریکړه کوي او مصوبه صادروي. د شکایتونو د څېړلو پایلې شکایت کوونکو ته هم ابلاغېږي.