د شکایتونو د څېړلو بورډ اوونیز راپور: ۸۴ شکایتونه څېړل شوي

د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د شکایتونو د څېړلو بورډ ۸۴ شکایتونه څېړلي. له دې جملې، ۵۶ شکایتونه رد، ۱۵ تایید او ۱۳ یې ساتل شوي.

په همدې حال کې تېره اوونۍ د مرکز او ولایتونو په ګډون له وزارتونو او خپلواکو ادارو څخه ۶۹ شکایتونه د کمېسیون د شکایتونو د څېړلو په بورډ کې ثبت شوي. چې پکې ۳۰ مورده د ازموینې د پایلې په اړه د نه قناعت، ۲۹ مورده د نه شارټ لېست کېدو، دوه مورده د غیر قانوني خدمتۍ، دوه مورده د نه مقررېدو، دوه مورده د ازموینې پروسې د نه شفافیت، یو مورد د ازموینې د نه اخیستو، یو مورد د منفکۍ، یو مورد د ناڅرګند برخلیک او یو مورد هم د غیر قانوني تبدیلۍ په اړه ؤ.

شکایت کوونکي کولی شي چې خپل شکایتونه په حضوري او انلاین ډول د کمېسیون د شکایتونو د څېړلو په بورډ کې ثبت کړي.

شکایتونه لومړي پړاوکې د مسلکي کارشناس لخوا د قانون او اړوندو کړنلارو له مخې، په هر اړخیز ډول څېړل کېږي، وروسته بیا د معتبره، اکادمیکو او اهل خبره سرچینو په همغږۍ او همکارۍ څېړل کېږي او د وروستۍ پریکړې او مصوبې صادرولو په موخه، د کمېشنرانو بورډ ته استول کېږي. په پایله کې، د کمېشنرانو بورډ پریکړه کوي او مصوبه صادروي. د شکایتونو د څېړلو پایلې شکایت کوونکو ته هم ابلاغېږي.