د شکایتونو د څېړلو بورډ اوونیز رپوټ: ۹۸ شکایتونه څېړل شوي

تېره اوونۍ د کمېسیون د شکایتونو د څېړلو بورډ د ملکي خدمتونو د کارکوونکو ۹۸ شکایتونه څېړلي. له دې جملې، ۸۹ شکایتونه رد، درې تایید، درې ساتل شوي، یو مورد یې بیا اعلان او دوه مورد یې بیا امتحان دی.

دغه راز، تېره اوونۍ د اداري عدالت د ټینګښت په موخه، په مرکز او ولایتونو کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو ۶۳ شکایتونه، د ملکي خدمتونو د شکایتونو د څېړلو په بورډ کې ثبت شوي. له دې جملې، ۲۰ شکایتونه د ازموینې د پایلې په اړه د نه قناعت، ۳۶ شکایتونه د نه شارت لېست کېدو، یو شکایت هم د ازموینې د پایلې د نه ابلاغ، دوه شکایتونه د تقریري ازموینې،  دوه شکایتونه د نه مقررېدو او دوه شکایتونه هم د غیرقانوني تبدیلي په  اړه وو.

ثبت شوي شکایتونه د شکایتونو د څېړلو د بورډ لخوا تحلیل او څېړل کېږي او وروسته یې پایله ورته ابلاغېږي.