د شکایتونو د څېړلو بورډ ۱۱۸شکایتونه څېړلي

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د شکایتونو د څېړلو بورډ، تېره اوونۍ، ۱۱۸ شکایتونه څېړلي. چې له دې جملې ۱۱۱ شکایتونه رد، ۶ یې تایید او یو شکایت هم ساتل شوی.

په همدې توګه، تېره اوونۍ، د شکایتونو د څېړلو په بورډ کې د حکومت له خپلواکو ادارو او وزارتونو څخه ۱۳۱ شکایتونه ثبت شوي. چې پکې ۸۰ یې د نه شارت لیست کېدو، ۳۶ مورده د ازموینې د پایلې په اړه د نه قناعت، ۴ مورده د ازموینې د نه اخیستو، ۴مورده د غیرقانوني تبدیلۍ، درې مورده د منفکۍ، درې مورده د نه مقررېدو او یومورد هم له منظورۍ څخه د نه اطلاع ورکول پکې شامل وو.

د شکایتونه د څېړلو په بورډ کې شکایتونه په درې پړاوونو کې څېړل کېږي: لومړي پړاو کې شکایت د مسلکي کارپوه لخوا  د قانون او اړوندو کړنلارو په پام کې نیولو سره څېړل کېږي، وروسته، له معتبره، اکادمیکو او اهل خبره سرچینو سره په همغږۍ کې د متخصصینو د کمېټې لخوا څېړل کېږي او د وروستۍ پریکړې او مصوبې د صادرولو په موخه د کمېشنرانو غونډې ته استول کېږي. په پایله کې د کمېشنرانو بورډ پریکړه کوي او مصوبه صادرېږي.

 د شکایتونو د څېړلو پایله به، له څېړنې او ارزونې وروسته، شکایت کوونکي ته ابلاغ شي.

د شکایتونو د څېړلو بورډ، د هېواد په کچه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د شکایتونو د څېړلو یوازینۍ مرجع ده چې موخه یې د ملکي خدمتونو په ادارو کې د داوطلب د مقررۍ، مامورينو اوقرار دادي کارکوونکو حقوق تامين کړي.