د شکایتونو د څېړلو بورډ: ۳۸ شکایتونه څېړل شوي

د شکایتونو د څېړلو بورد د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، ۳۸ شکایتونه څېړلي. له هغو څخه ۲۷ شکایتونه رد، شپږیې تایید، څلور یې ساتل شوي او د یوه شکایت له امله، یو بست بیا اعلان ته سپارل شوی.

دغه راز، د شکایتونو د څېړلو په بورډ کې د مرکز او ولایتونو په کچه له خپلواکو ادارو او وزارتونو څخه ۱۲۰ شکایتونه ثبت شوي چې له دې جملې ۷۵ مورده د نه شارټ لېست کېدو، ۲۸ مورده د ازموینې د پایلې په اړه د نه قناعت، یو مورد د امتیازونو د حقونو د اعادې، یو مورد د تنخوا ګانو د حقوقو د اعادې، درې مورده د غیرقانوني تبدیلۍ، دوه مورده د نه مقررۍ، درې مورده د منفکۍ، یو مورد په غیرمؤجه ډول تادیب، یو مورد تقاعد ته د سوق کولو، درې مورده د نه ترانسفر او دوه مورده هم د نا څرګند برخلیک په اړه وو.

شکایت کوونکي کولی شي په حضوري او یا هم انلاین ډول خپل شکایتونه د کمېسیون د شکایتونه د څېړلو په بورډ کې ثبت کړي.

شکایتونه لومړي پړاوکې د مسلکي کارشناس لخوا د قانون او اړوندو کړنلارو له مخې، په هر اړخیز ډول څېړل کېږي، وروسته بیا د معتبره، اکادمیکو او اهل خبره سرچینو په همغږۍ او همکارۍ، د کارشناسانو د کمېټې لخوا لخوا بیا څېړل کېږي او د وروستۍ پریکړې او مصوبې صادرولو په موخه، د کمېشنرانو بورډ ته استول کېږي. په پایله کې، د کمېشنرانو بورډ پریکړه کوي او مصوبه صادروي. د شکایتونو د څېړلو پایله، له څېړنې او ارزونې وروسته، شکایت کوونکوته ابلاغېږي.