د شکایتونو د څېړلو بورډ: ۶۰ شکایتونه څېړل شوي

د شکایتونو د څېړلو بورډ د تېرې اوونۍ په ترڅ کې ۶۰ شکایتونه څېړلي. له دې جملې ۴۵ شکایتونه رد، ۱۰ تایید او دوه شکایتونه ساتل شوي. په همدې توګه په نورو مواردو کې درې مصوبې صادرې شوې.

دغه راز، د مرکز او ولایتونو په کچه له وزارتونو او خپلواکو ادارو څخه د کمېسیون د شکایتونو د څېړلو په بورډ کې د څېړنې او ارزونې په موخه،  ۱۶۷ شکایتونه ثبت شوي. چې پکې ۱۰۸ مورده د نه شارت لېست کېدو، ۴۴ مورده د ازموینې د پایلې په اړه د نه قناعت، ۵ مورده د منفکۍ، ۳ مورده د ازموینې د نه اخیستو، ۳ مورده د نه مقررېدو، ۳ مورده د غیرقانوني تبدیلۍ او یو مورد هم د نا څرګند برخلیک په اړه ؤ.

شکایتونه په درې پړاوونوکې څېړل کېږي. لومړي پړاوکې شکایت د مسلکي کارشناس لخوا د قانون او اړوندو کړنلارو له مخې، په هر اړخیز ډول څېړل کېږي، وروسته بیا د معتبره، اکادمیکو او اهل خبره سرچینو په همغږۍ او همکارۍ، د کارشناسانو د کمېټې لخوا لخوا بیا څېړل کېږي او د وروستۍ پریکړې او مصوبې صادرولو په موخه، د کمېشنرانو بورډ ته استول کېږي. په پایله کې، د کمېشنرانو بورډ پریکړه کوي او مصوبه صادروي. مصوبه د بورډ هغه پریکړه ده چې د پرېکړې له نیولو وروسته صادرېږي. د شکایتونو د څېړلو پایله، له څېړنې او ارزونې وروسته، شکایت کوونکوته ابلاغېږي.