د شکایتونو د څېړلو بورډ: ۸۲ شکایتونه څېړل شوي

د شکایتونو د څېړلو بورډ تېره اوونۍ ۸۲ شکایتونه څېړلي. ۷۳ شکایتونه رد، اووه تایید او یو یې ساتل شوی. په همدې توګه، د بورډ د مصوبې له مخې، د یوه شکایت له امله، یو بست بیا اعلان ته وړاندې شوی.

دغه راز، د مرکز او ولایتونو په ګډون، د شکایتونو د څېړلو په بورډ کې د څېړلو په موخه، د وزارتونو او خپلواکو ادارو په اړه ۹۵ شکایتونه ثبت شوي چې پکې ۷۵ شکایتونه د نه شارت لیست کېدو، ۱۲د ازموینې د پایلې په اړه د نه قناعت، دوه د بست د بیا اعلان، یو د ازموینې د پایلې د نه ابلاغ، یو د منفکۍ او څلور هم د غیرقانوني تبدیلۍ په اړه وو.

شکایتونه په درې پړاوونوکې څېړل کېږي. لومړي پړاوکې شکایت د مسلکي کارشناس لخوا د قانون او اړوندو کړنلارو له مخې، په هر اړخیز ډول څېړل کېږي، وروسته بیا د معتبره، اکادمیکو او اهل خبره سرچینو په همغږۍ او همکارۍ، د کارشناسانو د کمېټې لخوا لخوا بیا څېړل کېږي او د وروستۍ پریکړې او مصوبې صادرولو په موخه، د کمېشنرانو بورډ ته استول کېږي. په پایله کې، د کمېشنرانو بورډ پریکړه کوي او مصوبه صادروي. مصوبه د بورډ هغه پریکړه ده چې د پرېکړې له نیولو وروسته صادرېږي. د شکایتونو د څېړلو پایله، له څېړنې او ارزونې وروسته، شکایت کوونکوته ابلاغېږي.