د شکایتونو د څېړلو بورډ: ۹۸ شکایتونه څېړل شوي

د کمېسیون د شکایتونو د څېړلو بورډ د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د مرکز او ولایتونو په ګډون ۹۸ شکایتونه څېړلي. له قانوني څېړلو وروسته د دغو شکایتونو له ډلې ۹۲ مورده یې چې موجه نه وو، رد، پنځه یې تایید او یو یې ساتل شوی.

دغه راز، د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د شکایتونو د څېړلو بورد ته له وزارتونو او خپلواکو ادارو څخه ۱۱۴ شکایتونه رسېدلي. په دغو شکایتونو کې ۵۹ یې د نه شارت لېست کېدو، ۳۳ یې د ازموینې د پایلې په اړه د نه قناعت، ۱۱ یې د غیرقانوني تبدیلۍ، درې د انفکاک، دوه د ازموینې د نه اخیستو، دوه د نه مقررېدو، یو د غیرقانوني توصیې، یو د بست د اعلان، یو د کلنۍ ارزونې په اړه د نه قناعت او یو شکایت  هم په ردیف کې د نه لوړېدو په اړه وو.

شکایتونه په درې پړاوونوکې څېړل کېږي. لومړي پړاوکې شکایت د مسلکي کارشناس لخوا د قانون او اړوندو کړنلارو له مخې، په هر اړخیز ډول څېړل کېږي، وروسته بیا د معتبره، اکادمیکو او اهل خبره سرچینو په همغږۍ او همکارۍ، د کارشناسانو د کمېټې لخوا لخوا بیا څېړل کېږي او د وروستۍ پریکړې او مصوبې صادرولو په موخه، د کمېشنرانو بورډ ته استول کېږي. په پایله کې، د کمېشنرانو بورډ پریکړه کوي او مصوبه صادروي. مصوبه د بورډ هغه پریکړه ده چې د پرېکړې له نیولو وروسته صادرېږي. د شکایتونو د څېړلو پایله، له څېړنې او ارزونې وروسته، شکایت کوونکوته ابلاغېږي.