د شکایتونو څېړلو بورډ د مصوبو عملي کولو د څار په موخه، دولتي ادارو ته ځي

د شکایتونو د څېړلو بورډ څارنیزه کميټه، د شکایتونو د څېړلو بهیر، د مصوبو عملي کولو او په ټاکلي وخت د بورډ غوښتنو ترلاسه کولو په موخه، دولتي ادارو ته ځي.

د ملکي خدمتونو قانون نوولسمې مادې شپږمې فقرې له مخې، د شکایتونود څېړلو بورډ د مصوبو عملي کول، د ملکي خدمتونو ادارو له مکلفیتونو څخه دي.

د شکایتونو د څېړلو بورډ څارنیزه کمیټه، د دغه بورډ د ۳۲ مصوبو له عملي کولو څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره، د پوهنې وزارت ته لاړه  او د دغه وزارت د بشري سرچینو له مسؤلینو سره یې د مصوبو د عملي کولو، په ټاکلي وخت د بورډ د غوښتنو استولو او اړیکو د ټینګښت په برخه کې د زیاتو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

د پوهنې له وزارت څخه د لیدنې پرمهال، د مشخصو میکانیزمونو لکه الکترونیکي اړیکو (برېښنالیک او ټیلیفون) او د ارتباطي استازي (فوکل پاینټ) په توګه د یوه کس د معرفي کولو په برخه کې هم هوکړه وشوه.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د شکایتونو د څېړلو بورډ، د ګومارنې، ذاتي چارو او نورو مواردو په اړه شکایتونه څېړي.