د شکایتونو  څېړلو بورډ له یو شمېر دولتي ادارو سره د همغږۍ غونډې وکړې

د شکایتونو څېړلو بورډ، د شکایتونو څېړلو بهیر د ګړندي کولو او د دغه بورډ د مصوبو له پلي کولو څخه د څار په موخه، د شپږو دولتي ادارو د بشري سرچینو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډې جوړئ کړې.

د شکایتونو د څېړلو بورډ، د استخدامي پروسو په اړه شکایتونه، د تشکیلاتو د ذاتي چارې او نور موارد څېړي چې د روان کال په ترڅ کې یې ۴۲۲ مصوبې صادرې کړې.  د دغو مصوبو پلي کول، د ملکي خدمتونو د ادارو د ملکفیتونو یوه برخه ده.

د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې، د بورډ د مصوبو د پلي کولو او په ټاکلي وخت د بورډ د مطالباتو ترلاسه کولو په موخه، د ترانسپورټ، عدلیې، لوړو زده کړو، پوهنې، عامې روغتیا وزارتونو او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د بشري سرچینو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډې شوې.

په دغو غونډو کې، د یادو وزارتونو او ادارو د بشري سرچینو استازو د مصوبو د پلي کولو او په خپل وخت د شکایتونو د څېړلو بورډ د مطالباتو د استولو په برخه کې  د همکارۍ ژمنه کړې. دغه راز، د زیاتې همغږۍ د رامنځ ته کولو لپاره، د مشخصو الکترونیکي اړیکو (برېښنالیک او ټیلیفون) او د (فوکل پایڼټ) ارتباطي استازي په توګه د یو کس د معرفي کولو په برخه کې هم هوکړه وشوه.