د صنایعو لوی ‌ریاست

 

 

د ملکي خدمتونو د ګمارنې بورډ د صنعت او سوداګرۍ وزارت د (یو بست) په شمیر لومړی رتبه بست د وړو  کارکوونکو د ګمارنې لپاره رقابتي اعلان ته سپاري.

 

په شرایطو برابر علاقمندان کولای شي خپلې درخواستي فورمې په آنلاین ډول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو  له ویبسایټ څخه د لاندې اړیکې (www.iarcsc.com ) له لارې وړاندې کړي.

 

د درخواست پر مهال د اړوند بست شمیره له لاندې برخې څخه کاپي او د انلاین فورمې په اړونده برخه کې یې درج کړئ.

 

شمیره د بست عنوان د بست شمیره
۱ د صنایعو لوی ‌ریاست ۰۹۲۲
 

 

د بست ځانګړتیاوې

د بست عنوان:                  د صنایعو لوی ‌ریاست

بســــت:                             لومړی

د بست شمیر:                    (۱)

وزارت/اداره:                      د صنعت او سوداګرۍ وزارت

اړونده څانګه:                  د خصوصي سکتور او صنایعو د پراختیا معینیت

ځای:                                کابل

ته راپور ورکونکي:                 د خصوصي سکتور او صنایعو د پراختیا مرستیال

راپور اخستونکی له :             له تشکیل سره سم تر نفوذ لاندی کارکونکو څخه

د اعلان د نشر او پای نیټه :    ۲۶ /۰۸/۱۳۹۸ تر ۰۶/۰۹/۱۳۹۸

 

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

 

د تغییر پروژه:

د تغییر پروژه مستقیمآ د افغانستان د سولي او ملي ودې په چوکاټ کې ځوابورکوونکې ده چې د پراختیایي لومړیتوب په لرلو سره د ځوابورکوونکې اوګټورې عامه ادارې په توګه د ملکي خدمتونو د تخصصوالي خوندیتوب او ځواکمنولو  په موخه رامنځته شوې ده.

د وړتیا پر بنسټ د کلیدي بستونو ګمارل، د کارمندانو ښه مدیریت ته وده ورکول، او د بشري سرچینو ښه پلان جوړولو له لارې د لومړیتوب لرونکو وزارتونو او ادارو د وړتیا پیاوړي کول، د بدلون پروژې له عمومي موخو څخه ده.

د بدلون پروژه د مرستو وجهي صندوق پرمټ د افغانستان بیارغونې (ARTF) د بین المللي پراختیايي انجمن (IDA) او نړیوالو بانکي ګروپونو له خوا تمویلیږي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوخپلواک کمیسون د افغانستان اسلامي جمهوري په استازولۍ دا پروژه پلي کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په اړه:

دصنعت او سوداګرۍ وزارت یو پالیسي جوړوونکی وزارت دی ،چې د سوداګرو لپاره اړونده اسانتیاوې رامنځته کوي او همداراز دصادراراتو دډیروالي دصنعت پراختیا په موخه کورنیو تولیداتو ته له خصوصي سکتور سره په نږدې همکارۍ ، فعالیت کوي .

دغه نهاد ،خپلو موخو ته درسیدو لپاره درې اساسي اصول تعریفوي: ۱ دسوداګرۍ دپراختیا لپاره په قوانینو ، پالیسیو او کړنلارو کې بنسټیز اصلاحات  ۲ دافغانستان بدلون ، له وارداتي هیواد څخه په صادراتي هیواد ۳ دصنعت دپراختیا په موخه په صنعتي پارکونو کې ، صنعت کارانو ته دځمکې دویش اسانتیا

د دندي موخه :

په افغانستان کې د صنعتی کولو د پراختیا لپاره د د کړنلارو ا واستراتیژیو تدون او پلي کول .

دبست  تخصصي دندي:

  • د اوږد او لنډ مهال لپاره د افغنستان د صنعتي کولو لپاره د لاری نقشه او معیارونو لپاره د استراتیژي ترتیب پراختیا او تدوینول .
  • د صنایعو عمومي ریاست لپاره د مفصلو پروسیجرونو دوراني بیا کتنه او تدوین
  • د نړیوالو اقتصادي فعالیتونو د اسټنډرد (ISIC) پر بنسټ د ثقیله اوخفیفه صنایعو او لمړنیو صنعتي سکتورنو پیژندنه .
  • په هیواد کې د تطبیق کولو وړ ثقیله صنایعو،خفیفه صنایعو او لمړیو صنعتي سکتورنو د ماډلونو پراختیا .
  • د هغه معیارونو پر بنسټ چې د لاري نقشي کې تعین شوي دی د هیواد د صنعتي کولو د استراتیژي د پلي کیدا څخه څارنه کول .
  • د صنعتي تکنالوژۍ ،پانګې د جذب او د هیواد د صنایعو سکتور د مدیریت د لا ښه والي په موخه د پرمخ تللو هیوادونو د قضیو مطالعه ،څیړنه او دهغه مدیریت کول .
  •  د هیواد دصنعتي کولو د لاښه والی په موخه او صنعت کارانو ستونزو ته د رسیدلو لپاره د هغوي سره غونډی جوړول .
  • دصنعت سکتور د اجرااتو د ارزوني په موخه د داخلي تولیدي فابریکو څخه بیا کتنه .
  • د لمړیو صنعتي سکتورنو ثقیله صنایعواو خفیفه صنایعو اړوند د اطلاعاتو د ساتلو او ثتب په موخه د ډیټابیس رامنځته کولو او پراختیا څخه ډاډ ترلاسه کول .
  • لمړنیو صنعتي سکتورنو ثقیله اوخفیفه صنایعو اړوند شرکتونو لپاره د فعالیت جواز د صادرییدو څخه څارنه کول . ماډلونو .

دبست مدیریتي او اجرائیوی دندې:

  1. دوزارت دستراتیژیکو موخو دلاسته راوړلو لپاره دصنعت او سوداګرۍ وزارت له لیدلوري او داصلاحاتو د ستراتیژۍ سره سم د کلني راپور جوړول
  2. دریاست دکلني پلان پربنسټ دبودجوي اړتیاوو پیژندنه
  3. دوزارت دکلي موخو دپیژندنو په اړه دنویو ګمارل شویو کارکونوکودپوهیدو لپاره دمعلوماتي پروګرامونو ، په لاره اچولو څخه ډاډترلاسه کول .
  4. په اړونده کاري چاپیریال کې دافغانستان دملي پراختیا او دسولې دستراتیژۍ دبرنامو او همدارازدفسادپه وړاندې دملي مبارزې دستراتیژییو پلي کول .
  5. معلوماتو ته دلاس رسي دقانون پربنسټ ، دولتي ادارو ،مدني ټولنو ، رسنیو او هیوادوالو ته په وخت او کره معلومات وړاندې کول .
  6. رعایت و حصول اطمینان از تطبیق قانون اجراآت اداری، قانون منع آزار و اذیت زنان و اطفال و مقرره طرز سلوک در ساحۀ کاری مربوطه
  7. اړونده موخو ته دلاس رسي لپاره ، له کاري کړنو څخه حساب ورکونه او روڼتیا
  8. دریاست دټیټ ر تبه کارکوونکورهبري او مدیریت او دهغوی داغیزمنو کړنو څخه ډاډمنتیا .
  9. دکړنو دښې اغیزمنتیا په موخه دکارکوونکو له کارونو څخه څارنه ، داغیزمنتیا ډیرول ، دزده کړییزو اړتیاوو ټاکنه او دظرفیتونو لوړول
  10. دورکشاپونو ، سیمینارونو ، مشورو او کاري کړنو پرمهال نورو کارکوونکو ته دمهارتونو لیږدول او دهغې پراختیا.
  11. دربعوار،کلني کاري راپوروړاندې کول او داړتیا پروخت له نورو فعالیتونو ، پرمختګونو او داړونده ادارو له لاسته راوړنو څخه درهبرۍ خبرول
  12. دنورو هغودندو ترسره کول چې ، دذیصلاح مقاماتو لخوا دموخو ، قوانینو او مقرراتو سره سمې ورته سپارل کیږي .

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………….

د ګومارنې شرايط (د زده کړې کچه او کاري تجربه):

 

د ياد بست د لاس ته راوړلو لپاره لږ تر لږه اړين شرايط د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون په ۷، ۸ او ۳۴ مادو کې ثبت او راغلي دي:

  1. لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس، له يادو څانګو: صنعت او سوداګرۍ، د تجارت اداره، عامه پالیسۍ، عامه اداره، اقتصاد، د صنعت اداره او په نوموړو څانګو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.
  2. د بست اړوند کاري تجربه (مشابه مدیریتي او د بست پوري اړوند تخصصي تجربه: صنعتی مدیریت، صنعتی مطالعات او څیړنه، د صنعت و سوداگری اداره او یا نومړوي بست پورې اړوند ددندې مسولیتونه) د یاد بست لپاره،لږ ترلږه څلور کاله د لیسانس، دری کاله د ماستری او دوه کاله د دوکتورا سند لرونکي لپاره کاري تجربه اړینه ده.
  3. د هېواد په یوه رسمي ژبو برلاسى: (پښتو او يا دري) او انګليسي ژبه
  4. د دندې اړوند په کمپيوټري پروګرامونو کې بلدتيا.

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود