د صنعتي پارکونو د پالیسیو د پراختیا ریاست

 

 

د ملکي خدمتونو د ګمارنې بورډ د صنعت او سوداګرۍ وزارت د (یو بست) په شمیر دویمه رتبه بست د وړو  کارکوونکو د ګمارنې لپاره رقابتي اعلان ته سپاري.

 

په شرایطو برابر علاقمندان کولای شي خپلې درخواستي فورمې په آنلاین ډول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو  له ویبسایټ څخه د لاندې اړیکې (www.iarcsc.com ) له لارې وړاندې کړي.

 

د درخواست پر مهال د اړوند بست شمیره له لاندې برخې څخه کاپي او د انلاین فورمې په اړونده برخه کې یې درج کړئ.

 

شمیره د بست عنوان د بست شمیره
۱ د صنعتي پارکونو د پالیسیو د پراختیا ریاست ۰۹۱۹
 

 

د بست ځانګړتیاوې

د بست عنوان:                  د صنعتي پارکونو د پالیسیو د پراختیا ریاست

بســــت:                             دویم

د بست شمیر:                    (۱)

وزارت/اداره:                      د صنعت او سوداګرۍ وزارت

اړونده څانګه:                  د خصوصي سکتور او صنایعو د پراختیا معینیت

ځای:                                کابل

ته راپور ورکونکي:                 د صنعتي پارکونو لوی رئیس

راپور اخستونکی له :             له تشکیل سره سم تر نفوذ لاندی کارکونکو څخه

د اعلان د نشر او پای نیټه :    ۲۶ /۰۸/۱۳۹۸ تر ۰۶/۰۹/۱۳۹۸

 

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

 

د تغییر پروژه:

د تغییر پروژه مستقیمآ د افغانستان د سولي او ملي ودې په چوکاټ کې ځوابورکوونکې ده چې د پراختیایي لومړیتوب په لرلو سره د ځوابورکوونکې اوګټورې عامه ادارې په توګه د ملکي خدمتونو د تخصصوالي خوندیتوب او ځواکمنولو  په موخه رامنځته شوې ده.

د وړتیا پر بنسټ د کلیدي بستونو ګمارل، د کارمندانو ښه مدیریت ته وده ورکول، او د بشري سرچینو ښه پلان جوړولو له لارې د لومړیتوب لرونکو وزارتونو او ادارو د وړتیا پیاوړي کول، د بدلون پروژې له عمومي موخو څخه ده.

د بدلون پروژه د مرستو وجهي صندوق پرمټ د افغانستان بیارغونې (ARTF) د بین المللي پراختیايي انجمن (IDA) او نړیوالو بانکي ګروپونو له خوا تمویلیږي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوخپلواک کمیسون د افغانستان اسلامي جمهوري په استازولۍ دا پروژه پلي کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په اړه:

دصنعت او سوداګرۍ وزارت یو پالیسي جوړوونکی وزارت دی ،چې د سوداګرو لپاره اړونده اسانتیاوې رامنځته کوي او همداراز دصادراراتو دډیروالي دصنعت پراختیا په موخه کورنیو تولیداتو ته له خصوصي سکتور سره په نږدې همکارۍ ، فعالیت کوي .

دغه نهاد ،خپلو موخو ته درسیدو لپاره درې اساسي اصول تعریفوي: ۱ دسوداګرۍ دپراختیا لپاره په قوانینو ، پالیسیو او کړنلارو کې بنسټیز اصلاحات  ۲ دافغانستان بدلون ، له وارداتي هیواد څخه په صادراتي هیواد ۳ دصنعت دپراختیا په موخه په صنعتي پارکونو کې ، صنعت کارانو ته دځمکې دویش اسانتیا

د دندې موخه:

دافغانستان دصنعتي پارکونو دودې او پراختیا په موخه دپالیسیو ، تدوین ، ترتیب او پراختیا .

دبست تخصصي دندې :

  • له نورو اړوندو برخو سره په همغږۍ ، دهیواد دصنعتي پارکونو پراختیا او همدې موخې ته درسیدو لپاره دپراختیایي پالیسیو ترتیب او تدوین .
  • په کلني او یاهم داړتیا له مخې ، دصنعتي پارکونو دودې او پراختیا په موخه دتګلارو تدوین او نوي کول
  • دصنعتي پارکونو لپاره وړ او متناسبې ځمکې او دنور اړوند چاپیریال ، چې دصنعتي فعالیتونو لپاره اغیزمنه وي ، دطرزالعملونو جوړول او دهغې پراختیا .
  • په ګرځنده ډول دصنعتي پارکونو دریاست لپاره دطرزالعمل جوړول او دصنعتي پارکونو لباره دپالیسیو او ستراتیژیو رامنځته کول .
  • دنورو هیوادونو دصنعتي پارکونو دپالیسیو دقضایاو مطالعه ، په ځانګړي ډول (دګاونډیو هیوادونو دصنعتي پارکونو دستراتیژۍ مطالعه )
  • په هیواد کې دصنعتي پارکونو او دصنعتي نرخ دودې په موخه دبنسټیزو اړتیاوو سنجش او تشخیص.
  • په هیواد کې دصنعتي پارکونو دودې په وړاندې دننګونو تشخیص او دیادو ننګونو دحل په موخه دحل لارو موندل .
  • ټاکل شویو موخو ته درسیدو لپاره دصنعتي پارکونو له پالیسۍ څخه څارنه .
  • دوزارت دمعلوماتي ټکنالوژۍ له ریاست سره په همغږۍ ، دصنعتي پارکونو دپراختیایي پالیسۍ ، دډیټا بیس له جوړیدو او پراختیا څخه ډاډ ترلاسه کول .
  • داړتیا پرمهال دستونزو دموندنې او اصلاح راوستلو په موخه ، ، دولایتونو له صنعتي پارکونو څخه لیدنه .

دبست مدیریتي او اجرائیوی دندې:

  1. دوزارت دستراتیژیکو موخو دلاسته راوړلو لپاره دصنعت او سوداګرۍ وزارت له لیدلوري او داصلاحاتو د ستراتیژۍ سره سم د کلني راپور جوړول
  2. دریاست دکلني پلان پربنسټ دبودجوي اړتیاوو پیژندنه
  3. دوزارت دکلي موخو دپیژندنو په اړه دنویو ګمارل شویو کارکونوکودپوهیدو لپاره دمعلوماتي پروګرامونو ، په لاره اچولو څخه ډاډترلاسه کول .
  4. په اړونده کاري چاپیریال کې دافغانستان دملي پراختیا او دسولې دستراتیژۍ دبرنامو او همدارازدفسادپه وړاندې دملي مبارزې دستراتیژییو پلي کول .
  5. معلوماتو ته دلاس رسي دقانون پربنسټ ، دولتي ادارو ،مدني ټولنو ، رسنیو او هیوادوالو ته په وخت او کره معلومات وړاندې کول .
  6. رعایت و حصول اطمینان از تطبیق قانون اجراآت اداری، قانون منع آزار و اذیت زنان و اطفال و مقرره طرز سلوک در ساحۀ کاری مربوطه
  7. اړونده موخو ته دلاس رسي لپاره ، له کاري کړنو څخه حساب ورکونه او روڼتیا
  8. دریاست دټیټ ر تبه کارکوونکورهبري او مدیریت او دهغوی داغیزمنو کړنو څخه ډاډمنتیا .
  9. دکړنو دښې اغیزمنتیا په موخه دکارکوونکو له کارونو څخه څارنه ، داغیزمنتیا ډیرول ، دزده کړییزو اړتیاوو ټاکنه او دظرفیتونو لوړول
  10. دورکشاپونو ، سیمینارونو ، مشورو او کاري کړنو پرمهال نورو کارکوونکو ته دمهارتونو لیږدول او دهغې پراختیا.
  11. دربعوار،کلني کاري راپوروړاندې کول او داړتیا پروخت له نورو فعالیتونو ، پرمختګونو او داړونده ادارو له لاسته راوړنو څخه درهبرۍ خبرول
  12. دنورو هغودندو ترسره کول چې ، دذیصلاح مقاماتو لخوا دموخو ، قوانینو او مقرراتو سره سمې ورته سپارل کیږي .

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………….

د ګومارنې شرايط (د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د ياد بست د لاس ته راوړلو لپاره لږ تر لږه اړين شرايط د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون په ۷، ۸ او ۳۴ مادو کې ثبت او راغلي دي:

  1. لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس، له يادو څانګو: صنعت او سوداګري، د تجارت اداره، عامه پالیسۍ، عامه اداره ،اقتصاد، حقوق او په نوموړو څانګو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.
  2. د بست اړوند کاري تجربه (مشابه مدیریتي او د بست پوري اړوند تخصصي تجربه: پالیسي جوړول، مطالعه او څیړنه، د پالیسۍ پلي کول، صنعتي پارکونو او یا نومړوي بست پورې اړوند ددندې مسولیتونه) دیاد بست لپاره،لږ ترلږه دري کاله د لیسانس، دوه کاله د ماستری او یوکال د دوکتورا سند لرونکي لپاره کاري تجربه اړینه ده.
  3. د هېواد په یوه رسمي ژبو برلاسى: (پښتو او يا دري) او انګليسي ژبه
  4. د دندې اړوند په کمپيوټري پروګرامونو کې بلدتيا.

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود