د ظرفیت لوړولو او چټکې ودې په موخه، د منځنۍ کچې لسګونه مدیرانو روزنه ترلاسه کړه

د ظرفیت لوړولو او چټکې ودې په موخه، د ملکي خدمتونو په  انسټیټوټ کې، د تغییر پروګرام لاندې  ادارو او وزارتونو د (د دریمو او څلورمو) بستونو  د منځنۍ کچې ۹۰ تنو مدیرانو ۱۴ میاشتنۍ روزنه ترلاسه کړه.

دغه روزنیز پروګرام د منځنۍ کچې له مدیرانو سره مرسته کوي، څو لوړ بستونو کې د سیالۍ لپاره وړتیاوې او لازم مهارتونه ترلاسه کړي.

د منځنۍ کچې مدیریت پراختیا روزنیز پروګرام کې د ګډون لپاره، د دولتي بنسټونو دمنځنۍ کچې ۸۶۰ تنو کارکوونکو نوملیکنه کړې وه چې د تحریري او تقریري ازموینې له ترسره کولو وروسته، ۱۰۰ تنه (۵۰ نارینه او ۵۰ ښځې) دغه پروګرام ته بریالي شول. ۹۰ تنه وتوانېدل څو دغه پروګرام په بریالۍ توګه پای ته ورسوي.

د منځنۍ کچې د مدیریت پراختیا روزنیز پروګرام یو شمېر برخوال، د روزنې پرمهال توانېدلي چې د ترلاسه شویو زده کړو څخه په ګټې اخیستنې، په لوړو بستونو کې سیالۍ وکړي.

محمد طارق عزیز چې له دې وړاندې یې د پېښو د چمتوالي په چارو کې د دولت په وزارت کې د زیانمنو سیمو د څېړلو کارپوه په توګه په څلورم بست کې کار کاوه، د همدې روزنې په ترلاسه کولو سره توانېدلی چې د ازادې سیالۍ له لارې د کاپيسا ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست ته بریالی شي.

د دغه پروګرام بله برخواله، مریم رجايي ده چې له دې وړاندې یې د ښځو چارو وزارت کې په څلورم بست کې د خبریالې په توګه کار کاوه، د دغه پروګرام په ترڅ کې د ازادې سیالۍ له لارې د معلوماتو او احصایې ملي ادارې د ښځو ملاتړ بست ته بریالۍ شوې.

نوموړې وايي:«د ۷۸ نمرو په ترلاسه کولو سره، د ښځو ملاتړ امریت ته مې لار پیدا کړه. د ترلاسه شویو زده کړو څخه په ګټې اخیستنې سره په دغه وخت کې وتوانېدم چې د بل هروخت په پرتله، په دغه اداره کې د ښځو ملاتړ وکړم څو وړتیاوې یې زیاتې شي او وکړای شي په اداره په لوړو کچو کې کاري انګېزه ترلاسه کړي.»

دغه دوره کې، د رهبرۍ، پلان جوړونې، د پالیسي پراختیا، مالي مدیریت، د عامه ادارې تفتیش، د پروژې مدیریت، دمنازعې د حل مدیریت، د بشري سرچینو مدیریت، عامه تدارکات، د ملکي خدمتونو له قوانینو په اړه پوهاوی، د اړیکواو بدلون مدیریت په اړه د پروګرام برخوالو ته روزنه ورکړل شوې.