د عامه اړیکو او اطلاعاتو ته د لاسرسي آمریت

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون اهل کار ته د کار سپارلو او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د ترلاسه کولو او د ملکي خدمتونو لپاره د سالمې ادارې رامنځته کولو په موخه، لاندې بست د ازادۍ سیالۍ له لارې د تغییر پروژې د سیستم له طریقه د وړ او تجربه لرونکو وګړو لپاره اعلان ته سپاري. وړ مینه وال کولی شي، د نوملیکنې لپاره په انلاین ډول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون اړوند د لاندې وېبپاڼې له لارې نوملیکنه وکړي. (http://lowgrade.iarcsc.com/) د نوملیکنې پر مهال د اړوند بست لاندې شمېره کاپي کړئ او د انلاین فورمې په اړوند برخه کې یې ځای پر ځای کړئ.

۱ د عامه اړیکو او اطلاعاتو ته د لاسرسي آمریت HR-002

د بست ځانګړنې:

د بست سرلیک:                     عامه اړیکو او اطلاعاتوته  د لاسرسي آمریت

بست:                                   درېیم

وزارت/اداره:                           د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون

اړوند برخه:                           د اطلاعاتو، عامه اړیکو او ویندوی ریاست

ځای:                                    کابل

د بست شمېر:                        (۱)

راپور ورکونه:                          د اطلاعاتو، عامه اړیکو او ویندوی ریاست

راپور اخېستنه:                         ترلاس لاندې کارکوونکي( د تشکیلاتي جوړښت مطابق)

د اعلان د خپرېدو او پای نېټه:       ۱۷/۱۱/۱۳۹۸ تر ۰۵/۱۲/۱۳۹۸

د معاش اندازه: د بست اصلي معاش+ د تغییر پروژې امتیاز له لومړي قدم څخه ۶۳،۰۰۰ افغاني تر پنځم قدم پورې ۸۹،۹۴۴  افغانۍ ( د تغییر پروژې د لارښوود مطابق)

تغییر پروګرام:

تغییر پروژه نېغ په نېغه د سولې چوکاټ او د افغانستان ملي پراختیا ته ځواب ویونکې ده او همدا راز د عامه ادارې او اغېزمن سیسټم جوړونې پراختیايي لومړیتوب په ګډون اود ملکي خدمتونو د تخصص پالنې، رامنځته کېدو او پیاوړتیا په موخه کار کوي.

د تغییر پروژه د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د مرستو وجهي صندوق (ARTF) او د نړیوال پراختیايي انجمن(IDA) او د نړیوال بانک ګروپ له خوا تمویلېږي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د بن د هوکړه لیک د ۵۰ مادې پر بنسټ او د ۲۳/۳/۱۳۸۱ کال موقتې ادارې د ۲۵۷ فرمان له مخې، د اداري اصلاحاتو د رهبرۍ، د پالیسۍ تنظیم او طرحه، د عامه ادارې د سمونې او د هغې له تطبیق څخه د څارنې په موخه رامنځته شو.

د دندې موخه:

له دولتي بنسټونو، مدني ټولنې، ځوانانو، دیني عالمانو او په اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د اړیکو او همغږۍ جوړول.

د بسست تخصصي دندې:

  • د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست موخو ته په پام، د عامه اړیکو او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د کارکولو د څرنګوالي طریقې جوړول.
  • د عامه پوهاوي په موخه د کمېسیون خبري او مطبوعاتي ناستې جوړول
  • رسنیو ته د مرکې کولو غوښتنې ته ځواب ویل او له رسنیو سره د کمېسیون د چارواکود مطبوعاتي مرکو تنظیم.
  • د کمېسیون په اړه د رسنیو د خپرونو څارنه او له اړوند رییس سره یې په چټکۍ شریکول.
  • د کمېسیون د لاسته راوړنو د انعکاس په موخه، د ادارې له مسئول سره په همغږۍ، د کمېسیون په استازیتوب په رسنیزو ناستو کې ګډون.
  • اطلاعاتو ته د لاسسرسي قانون او دا ړوندې ادارې د پالیسۍ سره سم مدني ټولنې، رسنیو او هېوادوالو ته ته په وخت سره د مالوماتو ورکول.

مدیریتي دندې:

  • د ریاست له پلان سره په مطابقت کې د ټاکل شویو موخو تر لاسه کولو لپاره د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان طرحه او چمتو کول.
  • د اداري اجراتو قانون د طرحې تطبیق په برخه کې ونډه اخېستل، د ښځو او ماشومانو د ځورونې مخنیوي قانون او په اړونده ساحه کې د چارو وچلند مقررې مراعتول.
  • د چارو د ښه ترسره کېدو او انګېزې رامنځته کولو په موخه، تر لاس لاندې کارکوونکو د اجراتو ارزونه.
  • اړوند کارکوونکو ته د ورکشاپونو او سیمینارونو له لارې د مسلکي مهارتونو او د کار جریان بهیر د زده کړو او وړتیاوو لېږد.
  • مستقیم آمر او اړوند چارواکو ته د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو میاشتنی، ربعوار، کلنی او د اړتیا په وخت کې د راپور وړاندې کول.
  • د نورو چارو ترسره کول چې د اړوند چارواکو له خوا د قوانینو، مقررو او د اړوندې ادارې د موخو سره سم سپارل کېږي.

د هغږۍ دندې:

  • له دولتي بنسټونو، مدني ټوانې، ځوانانو، دیني عالمانو او د ټولني بېلابېلو برخو سره د اړیکو او همغږۍ رامنځته کول او د ناستو له لارې د کمېسیون له فعالیتونو څخه د دې ډلو خبرول.
  • له اړوند ریاست سره په همغږۍ د همکاریو او ا ندونو د تبادلې په موخه له رسنیو، خبریالانو، کورنیو او بهرنیو بنسټونو او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون سره د اړیکو جوړول.
  • د اړتیا په صورت کې د مالوماتو د را ټولولو په موخه، له دولتي او نا دولتي بنسټنونو سره د اړیکو او همغږۍ تامینول.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ګومارنې شرطونه ( د زده کړو کچه او کاري تجربه)

د دندې دا لایحه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ۷ او۳۴ موادو ته په پام، په لږ تر لږه شرطونو او لاندې معیارونو سره چمتو شوې ده.

په دغو څانګو کې له یوې، حد اقل د لېسانس تحصیلي سند درلودل: ژورنالیزم، عامه اړیکو، ادبیات، حقوق او سیاسي علوم، عامه پالیسۍ، عامه اداره، ښوونه او روزنه، ټولنپوهنه، ارواپوهنه، عمومي مدیریت او پورتنیو څانګو کې د لوړې کچې تحصیلي سند لرونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.

کاري تجربه:

۲.اړوند برخه کې لږ تر لږه دوه کاله

د اړتیا وړ مهارتونه:

۳ . د هېواد پر یوې رسمي ژبې (پښتو او یا دري) او انګلیسي ژبې لاسبری وي.

۴ . له دندې سره اړوند د کمپیوټري مهارتونو زده کړه.

د هڅونې موارد:

۱ . د معلولیت لرونکو وګړو د ګومارنې طرزالعمل مطابق، درېیم او او څلورم بست ته (۵) امتیازې نومرې.

 ۲ . د ګومارنې طرزالعمل مطابق ښځو ته (۵) امتیازې نومرې

_________________________________________________________________________________________________

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود