د عامې روغتیا وزارت په تشکیل کې اصلاحات نهايي شول

د جلالتمآب ولسمشر د لارښوونو پردوام، د عامې روغتیا وزارت په سازماني جوړښت کې اصلاحات بشپړ او نهايي شول.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د رییس احمد نادر نادري ترمنځ کاري غونډه کې، د دغه وزارت په سازماني جوړښت کې په رامنځ ته شویو اصلاحاتو باندې  د بحث په خواکې، د باکیفیته خدماتو وړاندې کولو باندې د ډېر تمرکز په اړه هم ټینګار وشو.