د عامې روغتیا وزارت ۱۵ لوړ رتبه بستونو د ګومارنې ازموینه ترسره شوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، د عامې روغتیا وزارت او طبي عالي شورا په همکارۍ، د عامې روغتیا وزارت ۱۵ لوړ رتبه بستونو لپاره د ګومارنې ازموینه ترسره کړه. دغه بستونه تش او یا هم سرپرست لرونکي دي چې اوسنیو شرایطو کې یې ډکېدل د عامې روغتیا وزارت له کاري لومړیتوبونو بلل کېږي.
د هغه میکانیزم له مخې چې دغو بستونو لپاره په پام کې نیول شوی، د عامې روغتیا وزارت او د طبي عالي شورا، هر بست لپاره څو نوماندان معرفي کوي. وروسته، درې واړه وړاندیز شوي نوماندان چې د ګومارنې په ازموینه کې لوړې نومرې اخلي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون لخوا جمهوري ریاست ته معرفي کېږي.
ولسمشر د درې تنو له جملې هر بست لپاره یو تن غوره کوي.
د ۱۵ بستونو له جملې، درې ولایتي او ۱۲ یې مرکزي بستونه دي چې د ګومارنې ازموینه یې د هغې کمېټې لخوا چې د عامې روغتیا وزارت، طبي عالي شورا او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون صلاحیت لرونکي استازي پکې شامل دي، اخیستل کېږي.
د رامنځ ته شویو قرنطینه شرایطو له امله، د عامې روغتیا وزارت ولایتي بستونو لپاره چې نوماندان یې په مرکز کې حضور نه لري، ازموینه یې په انلاین ډول ترسره شوې.
له مارکیټ مخکې خدماتو د انسجام ریاست، د وزیر محمد اکبر خان روغتون ریاست، د ملالۍ روغتون ریاست، د دشت برچي ۱۰۰ روغتون ریاست، د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو اړیکو ریاست، د ارزونې څېړلو او همغږۍ ریاست، د نړیوال سازمان د همغږۍ ریاست، د لومړنیو روغتیايي څارنو ریاست، د کوچیانو روغتیايي څارنو ریاست، د پلان او قوانینو ریاست، د ولایتونو روغتیا همغږۍ ریاست، د خوست عامې روغتیا ریاست، د دشت برچي ۵۰ بستریز روغتون ریاست، د تخار عامې روغتیا ریاست او د کندهار ولایت عامې روغتیا ریاست، د عامې روغتیا وزارت ۱۵ بستونه وو چې ۶۰ تنو نوماندانو یې د ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړې.
هغه بستونه چې کاري ساحه یې د کرونا ویروس پروړاندې د مبارزې په برخه کې مهمه ګڼل کېږي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له کاري لومړیتوبونو څخه دي چې د نورو بستونو لپاره به له معمول سره سم، کمپیوټري ازموینې ترسره شي.