د فوټوکاپي اوپرینټر ماشينونو ترمییم کوونکی

 د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام  سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب او معاش نوي سيسټم سره سم بیا اعلان ته سپاري.

 

ګڼه د بست عنوان د

بست

 رتبه

اړونده رياست د

بستونو

شمېر

د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د فوټوکاپي اوپرینټر ماشينونو ترمییم کوونکی ۴ د مالوماتو او تکنالوژی ریاست ۱ ۲۵/۸/۱۳۹۸ ۲/۹/۱۳۹۸

 

په شرايطو وړ کسان نارينه او ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۲۵/۸/۱۳۹۸) نېټې څخه د (۲/۹/۱۳۹۸) نېټې ترپایه پورې د ځانګړو غوښتنليکونو فورمې د سهار (٣٠_٨) بجو څخه د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له آمريت څخه چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې له کره ډکېدو وروسته له ټولوغوښتل شويو سندونو سره یوځای د اړونده کړنلارې پر بنسټ د ګومارنې آمريت ته وسپاري، همدارنګه نوموړي کولی شي چې د (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي او په انلاین توګه ځانګړې فورمې ترلاسه او وروسته له کره ډکېدوغوښتل شويو اسنادو سره  یوځای  د کړنلارې پر بنسټ د سافټ په ډول د (hr@iarcsc.gov.af) ايميل پتې ته په ټاکلې موده کې ولېږي.

یادونه:

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

 

د ملکي خدمتونو بستونو د دندو لایحه

د بست ټولییز مالومات

د بست د خبرتيا شمېره:
د دندې عنوان: د فوټوکاپي اوپرینټر ماشينونو ترمییم کوونکی
بست: ۴
وزارت/اداره: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسون
اړونده څانګه:
 
د بست ځاى: کابل
د بست شمېره: ۱
رپوټ ورکول: د ټکنالوژيي خدمتونو آمر ته.
رپوټ اخيستل: نلري
د بست کوډ:
د بياکتنې نېټه: ۶/۸/۱۳۹۷

………………………………………………………………………………………………………………………………….

د دندې موخه : د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون لپاره د معلوماتي ټکنالوژيي باکيفيته او سټنډرډ توکو په اخيستلو کې مرسته کول او د فوټوکاپي ماشينونو، پرنټرونو، يو پي ایسونونو او کېمرو د برخو ترمیمول.

د دندې واکونه او مسؤليتونه:

  1. ټاکل شویو موخو ته د رسېدو لپاره د آمريت ټاکل شوي پلان سره سم،  مياشتنى، درې مياشتنى او کلنى کاري پلان ترتيبول او جوړول.
  2. د رياست او اړونده آمريت د پلان پربنسټ د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ د توکو له وضيعت څخه څارنه او مدیریت کول.
  3. د کميسيون په کچه د کاپي ماشينونو، پرنټرونو، پروجکټورونو ترمیمول او په وخت او زمان سره د ضروري پروزو تشخيصول.
  4. د کمیسیون په کچه، هره ورځ، ونۍ وار، میاشت په میاشت او کال کې د فوټوکاپۍ ماشينونو، پرنټرونو، سرویسول او کره چک کول.
  5. په دفترونوکې د غیر فعال او مستعملو فوتوکاپيرونومالومول، په وخت او زمان سره د پرزو چمتو کولو او ماشینونو ترمیمولو لپاره د هارډویر عمومي مدیر سره مشوره کول.
  6. د کمیسون په کچه د فوتو کاپیرونو او پرنټرونو د ښه او کیفیت لرونکي رنګ لرلو کره چک کول.

 

 

 

 

 

  1. د کميسيون په کچه د اړونده دفترونو د غوښتنو پربنسټ د پرنټرونو ترمیمول او د هارډویر له مديريت سره مشوره کول.
  2. د معلوماتي ټکنالوژۍ د توکو لکه، کمپيوټرونو، سرورونو، پرنټرونو، پروجکټورونو او پروزو په اخيستلو کې بشپړه ونډه اخیستل.
  3. د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژيي توکو او موادو په لګولو (نصبولو) تنظیمولواو مديريت کولو کې مرسته کول.
  4. اړونده لاسته راوړنو او کړنو څخه واک لرونکو مقاماتو ته د میاشتني، درې میاشتني، کلني او د ضرورت پروخت د راپورونو وړاندې کول.
  5. د اړونده ادارو قوانینو او مقررآتو سره سم د ټولو هغو کړنو تر سره کول چې د واک لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کیږي؛

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه)

د دندې دغه لایحه د ۷ او ۳۴، موادوله مخي د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده؛

  1. لږ تر لږه د کمپيوټر انجينري، معلوماتي ټکنالوژۍ او کمپیوټر ساینس، په رشته کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري، تر دې په لوړه کچه اسناد لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي؛
  2. اړونده کاري تجربه (د فوټوکاپي ماشینونو، پرنټرونو، پروجکتورونو او اکسیس پانټونو په ورکشاپ کې یې عملي کار کړی وي، د لېسانس لپاره لږ تر لږه یو کال کاري تجربه په پام کې نیول شوې ده .
  3. د هېواد په رسمي ژبو برلاسى: (پښتو يا دري) اوانګليسي ژبې سره بلديتا.
  4. د دندې اړوند په کمپیوتري پروګرامونو کې مهارت درلودل، د فوتوکاپیرونو، پرنټرونو او نورو مخابراتي او مالوماتي تکنالوژیکي توکو په ترمیمولوکې په پرمختللي کچه مهارت درلودل.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غوښتنلیک فورم