د فوټوکاپۍ او کاپير ماشينونو بياجوړونکى

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو خبرتياوو د لړيو په څارنه کې دا دى دا ځل لاندنې بست، د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په اساس د ازادې سيالۍ له لارې د رتب معاش د نوي سيسټم ته سپاري:

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د فوټوکاپۍ او کاپير ماشينونو بياجوړونکى ۴ د معلوماتی تکنالوژی ریاست ۱ ۱۹/۸/۱۳۹۷ ۳/۹/۱۳۹۷

 

په شرايطو برابر کسان هم نارينه او هم ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۱۹/۸/۱۳۹۷) نېټې نه تر (۳\۹\١٣٩٧) پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له ماسپښين نه وړاندې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د ملکي خدمتونو د بستونو دندې

 

د بست ټولييز مالومات:

د بست خبرتيا شمېره:  
د دندې عنوان:  د فوټوکاپۍ او کاپير ماشينونو بياجوړونکى.
بست: (۴)
وزارت/یا اداره: د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کميسيون.
د بست ځاى: کابل
د بست شمېره: (۱)
رپوټ ورکول: د ټکنالوژيي خدمتونو آمر ته.
رپوټ اخيستل: نه لري.
د بياکتنې نېټه: ۶/۸/۱۳۹۷

……………………………………………………………………………………………………………………………….

 

د دندې موخه:

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون لپاره د معلوماتي ټکنالوژيي باکيفيته او سټنډرډ توکو په اخيستلو کې مرسته کول او د فوټوکاپي ماشينونو، پرنټرونو، يو پي اِسونو او کمرو د برخو بيا جوړول.

……………………………………………………………………………………………………………………………………..

واکونه، دندې او مسؤليتونه:

 

  1. د امريت له ټاکل شوو موخو سره سم مياشتنى، درې مياشتنى او کلنى کاري پلان ترتيبول او جوړول.
  2. د رياست او اړونده آمريت د پلان په اساس د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژيي توکو له وضيعته مديريت، څارنه او چلونه.
  3. د کميسيون په کچه د کاپي ماشينونو، پرنټرونو، پروجکټورونو بيا جوړول او د ضروري پروزو په وخت وزمان تشخيصول.
  4. د کمیسیون په کچه د فوټوکاپۍ ماشينونو، پرنټرونو، هره ورځ، په اونۍ او مياشت کې کتل.
  5. د پرنټرونو، فوټوکاپۍ ماشينونو استعمالول او په دفترونو کې يې د نه فعالېدو په اړه د سختو سافټ ويرونو عمومي مديريت سره مشوره او په ټاکلي وخت وزمان ورته پرزوې رسول او بيا جوړول.
  6. د کميسيون په کچه د فوټوکاپۍ ماشين او د پرنټرونو د ښه رنګ په ښه توګه کتل.
  7. د کميسيون په کچه د اړونده دفترونو د غوښتنو په اساس د پرنټرونو بياجوړول او د سختو سافټ ويرونو له مديريت سره مشوره کول.
  8. د معلوماتي ټکنالوژيي توکو د کمپيوټر پروزو، پرنټرونو، پروجکټورونو او سروېرونو په اخيستلو کې بشپړه ونډه اخيستنه.
  9. د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژيي توکو او موادو په اچولو(نصولو) کې مرسته، منظمول او مديريت کول.
  10. له اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه میاشتني، درې میاشتني او کلني رپوټونه ترتيبول او د اړتيا په وخت يې ذيصلاح مقاماتو وړاندې کول.
  11. د ټولو هغو دندو ترسره کول، چې د ذيصلاح مقاماتو له خوا د قانون، مقررې په اساس او د اړونده ادارې له خوا ورسپارل کېږي.

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

د ګومارنې شرايط(د زده کړې کچه او کاري تجربه):

غوښتونکي بايد لږ تر لږه د نوموړي بست، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د (٧، ٨) او (٣٤) مادو په شرايطو برابر او معيارونه يې په لاندې ډول دي:

١: لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس او له ساينس او کمپيوټر، د کمپيوټر انجينري، معلوماتي ټکنالوژۍ څانګو فارغ او په يادو څانګو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

٢: لږ تر لږه د دندې اړونده(د کمپيوټر په بيا جوړولو کې د عملي کار ورکشاپ، پرنټر، پروجکټورونو او اکسس پاينټونو جوړول) د لېسانس لپاره يو کلنه کاري تجربه.

٣: په رسمي ژبو(پښتو؛ یا دري) برلاسى او له انګليسي ژبې سره بلدتيا.

٤: د دندې اړونده کمپيوټري برمانو کې مهارت او د فوټوکاپۍ ماشين، پرنټر او نورو معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژيي توکو په بياجوړولو کې پرمختلونکې پوهه لرل.

————————————————————————————————————————————

د غوښتنلیک فورم