د قانوني سرغړونو څخه د کتنې کارپوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو اعلانونو په دوام لاندنی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د ازادې سيالۍ له لارې د رتبو او معاشونو د نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري:

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د قانوني سرغړونو څخه د کتنې کارپوه ۳ شکایتونو ته د لاسرسي بورد ۱ ۴/۲/۱۳۹۸ ۲۳/۲/۱۳۹۸

په شرايطو وړ کسان نارينه او ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۴/۲/۱۳۹۸) نه تر (۲۳/۲/۱۳۹۸) نېټې پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له مخکې له غرمې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د ملکي خدمتونو بستونو د دندو لايحې

د بست ټولييز معلومات:

د بست داعلان شمېره:
د دندې عنوان: د قانوني سرغړونو څخه د کتنې کارپوه
بست: ٣
وزارت/اداره: اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون
اړونده څانګه: ملکي خدمتونو شکایتونو ته د رسېدنې بورد
د بست ځاى: کابل
د بست شمېره: ١
راپور ورکول: د تدقیق او مطالعاتو آمر
راپور اخيستل: نلری
د بست کوډ:
د بياکتنې نېټه: ۱۰/۰۹/١٣٩٧

…………………………………………………………………………………………………………………………………

د دندې موخه: د ملکی خدمتونو د ادارو د سرغړونو په ځانګړی ډول دبورد د غوښتنو د نه رالیږلو، د مصوبو د نه پلی کیدو او د ملکی خدمتونو قوانینو او مقررو د نه پلی کیدو کتنه.

……………………………………………………………………………………………………………………………………………..

واکونه او د دندې مسؤليتونه:

  1. د اړوند آمریت پلان سره سم د میاشتني، درې میاشتني او کلني پلانونو جوړول د ادارې د ټاکل شویو موخو د رسیدو په خاطر.
  2. د ملکي خدمتونو اداروکې د شته سرغړونو کتنه د شکایتونو د دوسیو په ملاحظه؛ او اړوندو مراجعو ته د هغه توحید او وړاندې کول د راتلونکو کړنو په موخه.
  3. د شته کړنلارو په هکله مطالعه او نظرورکول، د اړوندو نافذه قوانینو سره د کړنلارو د تناقضاتو موندل.
  4. د قانوني سرغړونو ټولونه، توحید او وړاندې کول او د راتلونکو کړنو او د تدابیرو د نیولو په موخه د اړوند آمریت او شکایتونو ته د رسېدنی بورد ریاست له لارې وړاندی کول.
  5. د هغو ادارو او وګړو څخه چې د هغوی څخه اداري تیروتنه شوی احصائیه لرل او په هکله ېې راپور ترتیب او وړاندې کول، د شکایتونو د قضیو په اړه د سرغړونو د پیژندو په موخه د اړوندو آمرینو له خوا د بورد ناستې ته وړاندې کول.
  6. د سرته رسیدلو سرغړونو څخه د مخنیوي په موخه د لارښودونو ترتیب او پلي کول،او شکایتونو ته د لاس رسي او د بورد د مصوبو د پلي کیدو د لړۍ د چټکتیا په هدف د طرحو او نظرونو وړاندې کول.
  7. له اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه ضرورت په وخت کې، میاشتني، درې میاشتني او کلني راپورونه ،لارښودونه ادارې ته وړاندې کول.
  8. له قوانینو او مقرراتو سره سم د مسؤلینو له خوا د نورو ورکړل شوو دندو ترسره کول.

—————————————————————————————————————————

د ګومارنې شرايط (د زده کړې کچه او کاري تجربه):

لږ تر لږه د ياد بست د لاس ته راوړلو لپاره اړين شرايط د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون په (٧) او (٣٤) مادو کې ثبت او راغلي دي:

١: لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس، له يادو څانګو: حقوق ( قضا‌ء او څارنوالي)، شرعیات (فقه او قانون) او په نوموړو څانګو کې          لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

٢: لږ تر لږه د دندې اړونده دوه کلنه کاري تجربه.

٣: د هېواد په رسمي ژبو برلاسى: (پښتو؛ يا دري) او له انګليسي ژبې (ويلو او ليکلو) سره بلديتا.

٤: د دندې اړونده په کمپيوټري پروګرامونو کې بلدتيا.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غوښتنلیک فورم