پښتو
دری
English

د قراردادونو او پلان جوړولو د اسانولو عمومي مدیر

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو اعلانونو په دوام لاندنی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د ازادې سيالۍ له لارې د رتبو او معاشونو د نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري:

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د قراردادونو او پلان جوړولو د اسانولو عمومي مدیر ۴ د تدارکاتو آمریت، د دارالانشاء لوى رياست ۱ ۸/۱۲/۱۳۹۷ ۲۱/۱۲/۱۳۹۷

په شرايطو وړ کسان نارينه او ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۸/۱۲/۱۳۹۷) نه تر (۲۱/۱۲/۱۳۹۷) نېټې پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له مخکې له غرمې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

د ملکي خدمتونو بستونو د دندو لايحې

د بست ټولييز مالومات:

د بست د خبرتيا شمېره:  
د دندې عنوان: د قراردادونو او پلان جوړولو د اسانولو عمومي مدیر
بست: ٤
وزارت/اداره: اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون
اړونده څانګه: د تدارکاتو آمریت، د دارالانشاء لوى رياست
د بست ځاى: کابل
د بست شمېره: ١
رپوټ ورکول: د تدارکاتو امر ته
رپوټ اخيستل: لاس لاندې کارکوونکي (د تشکيلاتي جوړښت په اساس)
د بست کوډ: ۰۰۳-۵۱-۹۰-۶۲۰
د بياکتنې نېټه: ٢٧/١١/١٣٩٧

………………………………………………………………………………………………………………………………

د دندې موخه: د غوره تدارکاتي خدمتونو د وړاندې کولو په خاطر د قراردادونو او پلان جوړولو د اسنادو د چارو له منظمولو څخه څارنه.

………………………………………………………………………………………………………………………………

واکونه او د دندې مسؤليتونه:

  1. د عمومي امريت د پلان او ټاکل شوو موخو په اساس مياشتنى، درې مياشتنى او کلنى کاري پلان جوړول.
  2. د ادارې د تدارکاتي پلان د طرح کولو او جوړولو په برخه کې پلان جوړونه، په تفکيک د جنسونو، خدمتونو (مشوريي او نامشوريي) او د ادارې د موخو په نظر کې نيولو سره د ساختماني چارو او پرچون خريداريو لاسته راوړنه.
  3. د مالي سرچينو او په پلان کې د ګډو تدارکاتي ډولونو(انواعو) او د ادارې د تدارکاتي پروسې د چټکتيا لپاره د بوديجې له شته والي ډاډ تر لاسه کول.
  4. په تدارکاتي پلان کې د مخليدونکو اړتياوو د څېړنې او بياکتنې لپاره د اړونده تدارکاتي ادارې د پلان د توحيدولو او جوړولو په غرض ګټور ميکانيزم رايستل او پراختيا ورکول.
  5. د ساختماني پروژو او د جنسونو د قرارداد عقد له وخته تر تسليمۍ دورې پورې د رپوټونو راټولول، مطالعه کول او بيا کتل.
  6. د ادارې له بيا جوړشوو پلانونو څخه څارنه او د تدارکاتو ملي ادارې او ټولو اړونده ادارو ته يې استول.
  7. د ادارې د تدارکاتي چارو او د قرارداد ورکولو په پروسه کې اسانتيا راوستل او له شرکتونو سره له قرارداد کولو وروسته ټولييزه پلان جوړونه.
  8. د ژمنو شرکتونو له ساختماني پروژو څخه د لنډ وخت او وروستي کېدو د تسليمۍ له دورې څارنه او کره ډاډ تر لاسه کول.
  9. د ساختماني پروژو او خريدارۍ له تايد او د وخت د تمديدېدو، بدلېدو او له صادرېدو څارنه او ډاډ تر لاسه کول.
  10. د تدارکاتي تضمينونو، چې د قانون د حکمونو او تدارکاتي کړنلارو په اساس وي؛ مديريت کول.
  11. د اړونده تقنيني اسنادو په اساس قراردادي ته د پيسو له لېږد څخه مدیریت کول.
  12. د ادارې د لاسته راوړونکو موخو په اساس تصميمونه وړاندې کول او شرکتونو ته په وخت او زمان د پيسو له لېږد څخه ډاډ تر لاسه کول.
  13. له اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه میاشتني، درې میاشتني او کلني رپوټونه لارښودې ادارې ته وړاندې کول.
  14. له قوانینو او مقرراتو سره سم د مسؤلینو له خوا د ورکړل شوو دندو ترسره کول.

————————————————————————————————————————-

د ګومارنې شرايط (د زده کړې کچه او کاري تجربه):

لږ تر لږه د ياد بست د لاس ته راوړلو لپاره اړين شرايط د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون په (٧) او (٣٤) مادو کې ثبت او راغلي دي:

١: لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس، له يادو څانګو: عامه اداره، اداره او تجارت، عامه پاليسي، مالي مديريت، اقتصاد، مالي او حسابي، حقوق، تدارکات، د خدمتونو وړاندې کول (Supply Chain Management)، عمومي مديريت او په نوموړو څانګو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

٢: د لېسانس لپاره لږ تر لږه د دندې اړونده يوکلنه کاري تجربه.

٣: د هېواد په رسمي ژبو برلاسى: (پښتو؛ يا دري) او له انګليسي ژبې (ويلو او ليکلو) سره بلديتا.

٤: د دندې اړونده په کمپيوټري پروګرامونو کې بلدتيا.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دغوښتنلیک فورمه

Show Buttons
Hide Buttons