د قضیې د څېړنې اومطالعاتو کارپوه

 

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب او معاش نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست   شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

شماره د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۱ د قضیې د څېړنې اومطالعاتو کارپوه HR-028

 

 

مشخصات بست:

د دندې سرلیک:                د قضیې د څېړنې اومطالعاتو کارپوه

بســــت:                          دریم

وزارت/اداره:                      د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون

د بست ځای:                   کابل

د بست شمېر:                   (۲)

اړونده څانګه:                    د اجرائیې رئیس  – د ملکي خدمتونو شکایاتو ته د رسېدنې بورډ

راپور ورکول  :                     د څېړنې آمر

راپور اخیستل:                     نلری

تاریخ نشروختم اعلان:          ۲۱/۰۸/۱۳۹۹ الی ۰۲/۰۹/۱۳۹۹

 

د دندې موخه: د شکایتونو د دوسیو څېړل، او په اړه  یې د بشپړ مالوماتو وړاندې کول،  د اداري سرغړونو قضیو مطالعه کول او د تقنینۍ اسنادو په پام کې نیولو سره د نظرونو او وړاندیزونو وړاندې کول؛

——————————————————————————————————————-

د دندې واکونه او مسولیتونه:

تخصصي دندې:

  1. د شکایتونو د پلټنې او شننې آمریت او پرمصوباتو د تجدید نظر او څارنې آمریت څخه د راجع شویو دوسیو څېړل، او د ملکي خدمتونو شکایاتو ته درسېدنې بورډ قوانینو، مقررو، او طرزالعملونو سره سم څارنه کول؛
  2. د ملکي خدمتونو شکایتونو ته د رسېدنې بورډ، د کمیشنرانو په ناسته کې د وړاندې کولو لپاره، اړوند آمر ته د شکایتونو د دوسیو وړاندې کول؛
  3. ډاډ تر لاسه کول چې، مصوبې د کمشنرانو د ناستو نهايي پریکړې او کارپوهنې سره  سمې معیاري دي؛
  4. له اړوند آمریت سره په همغږۍ د ستونزو د مالومولو او د حل لارو چارو وړاندې کولو لپاره د بورډ مقام له لوري د راجع شویو راپورونو څېړل او شننل،
  1. د عامه ادارې سمولو او شکایتونو ته د رسېدنې بورډ  له بهیر سره  د مرستې په موخه،  د اداري سرغړونو، تشخیصول، د شکایتونو د قضیو((case study مطالعه کول او آمریت ته  یې د حل لارو چارو وړاندې کول
  2. د کاري اجراآتو پرمختګ په هکله مقاماتو ته د خبرتیا ورکولو په موخه، د ملکي خدمتونو شکایاتو ته درسېدنې بورډ  په دیټابس کې د شکایاتو د دوسیو او مالوماتو ثبتول؛
  3. په ځانګړي توګه شکایاتو ته د رسېدنې په پروسه کې د محرمیت اصل ، بېطرفي، عدالت او د تبعیض نشتون مراعتول،

مدیریتي دندې:

  1. د آمریت پلان سره سم د ادارې ټاکل شویو موخو تر لاسه کولو لپاره میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان ترتیبول؛
  2. د اړونده څانکې فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه مقاماتو ته میاشتني، درې میاشتني، کلني، او د اړتیا په وخت کې  د  راپورونو وړاندې کول.
  3. د قوانینو.مقرراتو او ادارې موخو سره سم، د ټولو اړوندو دندو تر سره کول چې د صلاحیت لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کیږي.

د همغږۍ دندې:

  1. د سپارل شویو چارو مخته وړلو لپاره ، د کمیسیون اړوندو برخو او شکایاتو ته د رسېدنې بورډ آمریتونو سره همغږي کول؛

————————————————————————————————————————–

د کومارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

  1. د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.
  1. لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري: حقوق او سیاسي علوم، شرعیات ( فقه او قانون) LLB، عامه اداره، عامه پالیسي، لوی مدیریت، د بشري سرچینو مدیریت،. او په یادو رشتو کې تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

 

کاري مخینه: لږ تر لږه دوه کاله اړونده کاري تجربه ولري؛

اړین مهارتونه:

  1. د هیواد په رسمي ژبو (پښتو یا دري ) برلاسی و اوسي او په انګلیسي ژبه د (لیکلو او لوستلو) وړتیا ولري.
  2. د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت ولري.

هڅونې:

  • د دریم او څلورم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۵) امتیازۍ نومرې او د دویم او دریم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۳) امتیازي نومرې د معلولینو ګومارنې ګړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي، په هغه صورت کې چې معلولیت یې په کار کې د خنډ سبب ونه ګرځي.
  • ښځينه نوماندانو ته (۵) امیازي نومرې د ګومارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي.
  • _________________________________________________________________________________________

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود