د لسو حکومتي ادارو د لوړ رتبه بستونو تحریري او تقریري ازموینه ترسره شوه

د لسو حکومتي ادارو (د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ، اوبو او اوانرژۍ، نشه يي توکو پرضد د مبارزې، د سرحدونو او قبایلو چارو، عامې روغتیا، کانونو او پټرولیم وزارتونو، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، ملي رادیو تلویزیون او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون) د لوړ رتبه بستونو د ترلاسه کولو لپاره ۱۰۳ تنو د کمېسیون د ازموینو په مرکز کې سیالۍ وکړې.

د کرنې اوبو لګولو وزارت د اوبو لګولو ریاست، د هلمند ولایت د اوبو د تنظیم د چارو ریاست،د غزني ولایت د نشه يي توکو پرضد د مبارزې ریاست، د لوګر او کونړ ولایتونو د بشري سرچینو ریاستونو، د فاریاب او بدخشان ولایتونو د مالي او اداري چارو د ریاستونو، د لغمان ولایت سکتوري ریاست، د فراه او زابل ولایتونو د سرحدونو او قبایلو چارو د ریاستونو، د کندهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست، د هلمند ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ریاست، د ملي راډیو تلویزیون د خبر شبکې ریاست او د عامې روغتیا وزارت د تغذي ریاست د څوکیو د ترلاسه کولو لپاره نوماندانو په تحریري او تقریري ازموینه کې ګډون وکړ.

ازموینې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د تعییناتو د بورډ د کمېشنرانو او د اړوندو ادارو د صلاحیت لرونکو استازو په شتون کې واخیستل شوې.