د لغمان، فراه، فاریاب، ارزګان، ننګرهار، بغلان، پروان او هلمند ولایتونو د ښوونکو او ۵ او ۶ بستونو ډله ییزې ازموینې په شرایطو برابر نوماندانو نوملړ مشخص شو

د لغمان، فراه، فاریاب، ارزګان، ننګرهار، بغلان، پروان او هلمند ولایتونو د ښوونکو او ۵ او ۶ بستونو غوښتونکو ته اعلامېږي چې دغو بستونو لپاره په شرایطو برابر نوماندانو نوملړ اوس د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په ویبپاڼه کې خپور شوی.

په شرایطو برابر نوماندانو نوملړ له دغه ځایه ترلاسه کړئ: لغمان، فراه، فاریاب، ارزګان، ننګرهار، بغلان، پروان او هلمند.

ازموینه کې په شرایطو برابر نوماندان د ټیلیفون له لارې هم پیغام ( SMS ) ترلاسه کوي.

هغه متقاضیان چې د شارت لېست له پروسې شکایت لري، کولای شي د سې شنبې، چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د ( لیندۍ ۴ ـ ۶) نیټه په خپلو اړوندو ولایتونو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ریاستونو/ امریتونو کې خپل شکایت ثبت کړي.

د پاتې ولایتونو د شارټ لیست پروسه وروسته اعلانېږي.