د لمړنی صنعتی سکتورونو ریاست

 

 

د ملکي خدمتونو د ګمارنې بورډ د صنعت او سوداګرۍ وزارت د (یو بست) په شمیر دویمه رتبه بست د وړو  کارکوونکو د ګمارنې لپاره رقابتي اعلان ته سپاري.

 

په شرایطو برابر علاقمندان کولای شي خپلې درخواستي فورمې په آنلاین ډول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو  له ویبسایټ څخه د لاندې اړیکې (www.iarcsc.com ) له لارې وړاندې کړي.

 

د درخواست پر مهال د اړوند بست شمیره له لاندې برخې څخه کاپي او د انلاین فورمې په اړونده برخه کې یې درج کړئ.

 

شمیره د بست عنوان د بست شمیره
۱ د لمړنی صنعتی سکتورونو ریاست ۰۹۲۱
 

 

د بست ځانګړتیاوې

د بست عنوان:                  د لمړنی صنعتی سکتورونو ریاست

بســــت:                             دویم

د بست شمیر:                    (۱)

وزارت/اداره:                      د صنعت او سوداګرۍ وزارت

اړونده څانګه:                  د خصوصي سکتور او صنایعو د پراختیا معینیت

ځای:                                کابل

ته راپور ورکونکي:                 د صنایعو لوی ‌رئیس

راپور اخستونکی له :             له تشکیل سره سم تر نفوذ لاندی کارکونکو څخه

د اعلان د نشر او پای نیټه :    ۲۶ /۰۸/۱۳۹۸ تر ۰۶/۰۹/۱۳۹۸

 

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

 

د تغییر پروژه:

د تغییر پروژه مستقیمآ د افغانستان د سولي او ملي ودې په چوکاټ کې ځوابورکوونکې ده چې د پراختیایي لومړیتوب په لرلو سره د ځوابورکوونکې اوګټورې عامه ادارې په توګه د ملکي خدمتونو د تخصصوالي خوندیتوب او ځواکمنولو  په موخه رامنځته شوې ده.

د وړتیا پر بنسټ د کلیدي بستونو ګمارل، د کارمندانو ښه مدیریت ته وده ورکول، او د بشري سرچینو ښه پلان جوړولو له لارې د لومړیتوب لرونکو وزارتونو او ادارو د وړتیا پیاوړي کول، د بدلون پروژې له عمومي موخو څخه ده.

د بدلون پروژه د مرستو وجهي صندوق پرمټ د افغانستان بیارغونې (ARTF) د بین المللي پراختیايي انجمن (IDA) او نړیوالو بانکي ګروپونو له خوا تمویلیږي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوخپلواک کمیسون د افغانستان اسلامي جمهوري په استازولۍ دا پروژه پلي کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په اړه:

دصنعت او سوداګرۍ وزارت یو پالیسي جوړوونکی وزارت دی ،چې د سوداګرو لپاره اړونده اسانتیاوې رامنځته کوي او همداراز دصادراراتو دډیروالي دصنعت پراختیا په موخه کورنیو تولیداتو ته له خصوصي سکتور سره په نږدې همکارۍ ، فعالیت کوي .

دغه نهاد ،خپلو موخو ته درسیدو لپاره درې اساسي اصول تعریفوي: ۱ دسوداګرۍ دپراختیا لپاره په قوانینو ، پالیسیو او کړنلارو کې بنسټیز اصلاحات  ۲ دافغانستان بدلون ، له وارداتي هیواد څخه په صادراتي هیواد ۳ دصنعت دپراختیا په موخه په صنعتي پارکونو کې ، صنعت کارانو ته دځمکې دویش اسانتیا

ددندې موخه

دټول هیواد په کچه ، دلومړنیو صنایو دپراختیا په موخه دپالیسواو ستراتیژیو ، جوړول او پلي کول

دبست تخصصي دندې :

  • دټولو اقتصادي فعالیتونو دتصنیف (ISIC) لپاره ،دنړیوال سازمان (UNISIC) له معیارونو سره برابر دافغانستان دلومړنیو صنعتي سکتورونو پیژندنه او دلومړنیو صنایعو دپراختیا په موخه دپالیسواو ستراتیژیو تدوین ، ترتیب او پراختیا
  • د لومړنی صنایعو د ودی او پراختیا دپاره د یو جامع او موثر ستراتیژی او پالیسی جورول
  • دریاست لپاره دګرځنده تګلارو ،تدوین او بدلون
  • دهیواد دلومړنیو صنعتي سکتورونو د ودې په موخه ، په مخ په وده هیوادونو کې دلومړنیو صنعتي سکتورونو دپراختیا دموردي څیړنې ترسره کول .
  • په افغانستان کې دپلي کیدو وړ لومړني صنعتي سکتوردموډلونوپراختیا ، دبیلګې په ډول (دالماس موډل ، دکلسټر موډل او دصادراتو دپراختیا موډل)
  • دلومړنیو صنعتي سکتورونو دشرکتونو تخنیکي تحلیل ، دماشن آلاتودواردولو دجوازونو صادرول او د مقرراتو او تګلارو داړتیا له مخې دنورجوازونو صادرول
  • دلومړنیو صنایعو لپاره دمطلوبو ماشین آلاتو دپیژندنې په موخه له نورو صنعتي شرکتونو سره مرسته کول
  • په سکتوري ډول ، دشرکتونو دشمیر له مخې ، دپانګونې دڅرنګوالي او دکاردوړتیا له مخې ، دلومړنیو صنایو لپاره دډیټابیس رامنځته کول او پراختیا
  • دستونزو دحل په موخه ، دلومړنیو صنعتي سکتورونو او دولت ترمنځ داړیکو او همغږۍ رامنځته کول
  • دلومړنیو صنایو له سکتور څخه ننګه او دوزارت له نورو ریاستونو او اړونده ادارو سره همغږي
  • داړونده مشورو او ستونزو دحل په موخه دخفیفه او ثقیله صنایعو له ریسانو سره دجلسو ترسره کول
  • دکړنو دلاښه ترسره کیدو او ستونزو دحل په موخه ، دلومړنیو صنایعو له اړونده ادارو سره دجلسو دایرول
  • ددې سکتوردفعالیتونو دارزونې او څارنې په موخه دلومړنیو صنایعو له فابریکو څخه لیدنه

 

دبست مدیریتي او اجرائیوی دندې:

  1. دوزارت دستراتیژیکو موخو دلاسته راوړلو لپاره دصنعت او سوداګرۍ وزارت له لیدلوري او داصلاحاتو د ستراتیژۍ سره سم د کلني راپور جوړول
  2. دریاست دکلني پلان پربنسټ دبودجوي اړتیاوو پیژندنه
  3. دوزارت دکلي موخو دپیژندنو په اړه دنویو ګمارل شویو کارکونوکودپوهیدو لپاره دمعلوماتي پروګرامونو ، په لاره اچولو څخه ډاډترلاسه کول
  4. په اړونده کاري چاپیریال کې دافغانستان دملي پراختیا او دسولې دستراتیژۍ دبرنامو او همدارازدفسادپه وړاندې دملي مبارزې دستراتیژییو پلي کول
  5. معلوماتو ته دلاس رسي دقانون پربنسټ ، دولتي ادارو ،مدني ټولنو ، رسنیو او هیوادوالو ته په وخت او کره معلومات وړاندې کول .
  6. رعایت و حصول اطمینان از تطبیق قانون اجراآت اداری، قانون منع آزار و اذیت زنان و اطفال و مقرره طرز سلوک در ساحۀ کاری مربوطه
  7. اړونده موخو ته دلاس رسي لپاره ، له کاري کړنو څخه حساب ورکونه او روڼتیا
  8. دریاست دټیټ ر تبه کارکوونکورهبري او مدیریت او دهغوی داغیزمنو کړنو څخه ډاډمنتیا
  9. دکړنو دښې اغیزمنتیا په موخه دکارکوونکو له کارونو څخه څارنه ، داغیزمنتیا ډیرول ، دزده کړییزو اړتیاوو ټاکنه او دظرفیتونو لوړول
  10. دورکشاپونو ، سیمینارونو ، مشورو او کاري کړنو پرمهال نورو کارکوونکو ته دمهارتونو لیږدول او دهغې پراختیا
  11. دربعوار،کلني کاري راپوروړاندې کول او داړتیا پروخت له نورو فعالیتونو ، پرمختګونو او داړونده ادارو له لاسته راوړنو څخه درهبرۍ خبرول
  12. دنورو هغودندو ترسره کول چې ، دذیصلاح مقاماتو لخوا دموخو ، قوانینو او مقرراتو سره سمې ورته سپارل کیږي

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………….

د ګومارنې شرايط (د زده کړې کچه او کاري تجربه):

 

د ياد بست د لاس ته راوړلو لپاره لږ تر لږه اړين شرايط د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون په ۷، ۸ او ۳۴ مادو کې ثبت او راغلي دي:

  1. لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس، له يادو څانګو: صنعت او سوداګرۍ، عامه پالیسی، د تجارت اداره، اقتصاد، د صنعت اداره، عامه اداره او په نوموړو څانګو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.
  2. د بست اړوند کاري تجربه (مشابه مدیریتي او د بست پوري اړوند تخصصي تجربه: صنعتی مدیریت، د صنعت او سوداګرۍ، د صنعت مطالعه او څیړنه او یا نومړوي بست پورې اړوند ددندې مسولیتونه) د یاد بست لپاره،لږ ترلږه دری کاله د لیسانس، دوه کاله د ماستری او یوه کاله د دوکتورا سند لرونکي لپاره کاري تجربه اړینه ده.
  3. د هېواد په یوه رسمي ژبو برلاسى: (پښتو او يا دري) او انګليسي ژبه
  4. د دندې اړوند په کمپيوټري پروګرامونو کې بلدتيا.

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود