د لوړو زده کړو او د ارشادحج اوقافو وزارتونو کارکوونکو د معلومات ثبت بهیر پیل شو

د لوړو زده کړو او د ارشاد حج او قافو وزارتونو د کارکوونکو د بشري سر چینو معلوماتو د مدیریت په سیستم (HRMIS) کې د یادو وزارتونو د کارکوونکو د معلوماتو د ثبت او بایو متریک بهیر پیل شو.

د لوړو زده کړو وزارت د تشکیلاتو کچه دیارلس زره او ۷۸۰ بستونه دي چې له دې جملې شپږزر او ۷۱۵ یې کادري او اووه زر او ۶۵ بستونه یې د ملکي خدمتونو کارکوونکي دي. دغه راز، د ارشاد حج او قافو وزارت د تشکیل کچه نهه زره او ۳۸۶ بستونه دي چې درې زر او ۳۰۶یې مرکزي  او شپږ زر او ۸۰ یې ولایتي دي.

د ملکي خدمتونو د کار کوونکو د اطلاعاتو د ثبت او بایو متریک بهیر د کابل، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو په ډېرو ادارو کې بشپړ شوی. دغه بهیر دمګړۍ په پروان، کاپيسا، پنجشیر، وردګ، بامیان، ډایکنډي او نورستان ولایتونو کې دوام لري.