د لوړ رتبه بستونو ۵۰ تنو متصدیانو، د ملي پروګرامونو مشرتابه په برخه کې زده کړې وکړې

د ظرفیت جوړونې په برخه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون پروګرامونو په لړ کې، د مرکز او ولایتونو په ګډون ۵۰ تنو لوړ رتبه کارکوونکو (ب ردیف بستونو متصدیانو) ته د « پروګرامونو مشري، له اجرايي بروکرات څخه د پراختیا او تغییر عامل ته بدلول » لومړنی روزنیز ورکشاپ ـ د ملکي خدمتونو په انسټیټوټ کې جوړ شو.

د دغه پروګرام موخه، د عامه ادارې ریاستونو په کچه د ګډ لید لوري رامنځ ته کول دي، څو د لوړ رتبه بستونو متصدیان وکړای شي د «پراختیا او بدلون » عاملینو په توګه په اغېزمن ډول د ملي پروګرامونو په تطبیق کې ونډه ترسړه کړي.

د پوهنې، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، کلیو پراختیا، لوړو زده کړو او د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې  وزارتونو او چاپېریال ساتنې ملي ادارې (ب) ردیف لوړ رتبه بستونو یوې ډلې لوړ رتبه کارکوونکو ته د « پروګرامونو مشري، له اجرايي بروکرات څخه د پراختیا او تغییر عامل ته بدلول » لومړنی روزنیز پروګرام جوړ شو.

ټاکل شوې راتلونکې میاشت د دغه پروګرام دویم پړاو، د ملکي خدمتونو (ب) ردیف بستونو پېنځوسو کسانو په ګډون جوړ شي.