د لوګر ولایت محمد آغه ولسوالۍ

 

د ملکی خدمتونو تعییناتو بورډ د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې دویمه رتبه (۱ بست ) د وړ کارکوونکو ګمارنې په موخه، د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

وړ لیوال غوښتونکي کولی شي چې، خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویبپاڼې څخه د (www.iarcsc.com ) له لارې راولیږي.

د ِغوښتنېې پرمهال د خوښې وړ بست د کوډ شمېره له لاندې څخه کاپي او په اړوند فورم کې یې ځای پر ځای کړئ

شمېره د بست سرلیک                  د بست د کوډ شمېره
۱ د لوګر ولایت محمد آغه ولسوالۍ ۰۰۶۹

 

 

د بست ځانګړنې :

د بست سرلیک :              د لوګر ولایت محمد آغه ولسوالۍ

بســــت:                         دویم

د بست شمېر:                  (۱)

د بست ځای :                   اړوند ولایت

وزارت/اداره:                       د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکه اداره

اړونده څانکه :                    ولسوالۍ

راپور ورکول :                      د ولایت مقام (تشکیلاتي جوړښت سره سم )

راپور اخیستل:                    لاس لاندې کارکوونکي (تشکیلاتی جوړښت سره سم )

د خبرتیا د پیل او پای نېټه :    ۲۷/۱۱/۱۳۹۸ الی ۰۷/۱۲/۱۳۹۸

 

د دندې موخه: د سیمه ایزو ارګانونو خپلوکې ادارې پالیسۍ، قوانینو او مقرراتو سره سم، د ولسوالۍ په کچه د اقتصادي،فرهنګي، امنیتي سیاسي او ټولنیزو چارو کې د استراتیژۍ پراختیا او پروګرامونوطرح، تنظیم، مشري او اداره کول.

……………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د دندې واکونه او مسولیتونه :

د بست تخصي دندې :

  1. د اړوندې څانګې خط مشې ( پالیسۍ ) کې مشوره ورکول.
  2. د ولایت په کچه، د دولت او مجریه ځواک، د سپارل شویو واکونو اعمالو څخه استازیتوب کول.
  3. په اړونده کاري ساحه کې د افغانستان د سولې، ملي پراختیا او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي استراتېژۍ برنامو د موخو تر سره کول.
  4. مالوماتو ته د لاس رسۍ قانون او اړونده ادارې د پالیسو په پام کې نیولو سره، دولتي ادارو کې دننه، مدني ټولنو، رسنیو، او د هیواد وګړو ته په وخت سره د مالوماتو مشري او وړاندې کول.
  5. په کاري ساحه کې، د اداري اجرااتو قانون، د ښځو اوماشومانو ځورونې او اذیت د منعې قانون، او د چلند لارې مقررې پلي کولو او مراعتولو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  6. د خلکو بنسټیزو اړتیاوو سره سم، خلکو ته د باکیفیته او مطلوبو خدمتونو وړاندې کولو څخه ډاډ تر لاسه کول
  7. د ولسوالۍ په کچه، خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د ښې حکومتولۍ رامنځته کولو او پلي کولو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  8. د ولسوالۍ په کچه، د دولت پروګرامونو څخه ملاتړاو پلي کول
  9. د سولې خوندیتوب، عامه نظم، امنیت او ثبات تامینولو مسئولیت د ولسوالۍ په کچه دئ.
  10. د ولسوالۍ په کچه، د هیواد بنسټیزو او نورو قوانینو پلي کول، او د نړی والو تړونونو(میثاق) او د برابرۍ اصل حاکمیت او د بشري حقونو پیاوړي کول.
  11. د ولسوالۍ په کچه، د فساد، قاچاقو کښت، ټرافیک او د مخدره توکو تولید او د معیشت بدیل پیاوړي کولو پر وړاندې مبارزه کول.
  12. د ولسوالۍ په کچه، د عام ولس امنیت تامینولو په موخه، د غوره او اغیزمن میکانیزم رامنخته کول.

د بست مدیریتي او اجرائیوي دندې :

  1. د وزارت موخو ته د رسیدو لپاره، د ادارې استراتیژیکي موخو او پلان سره سم د ریاست میاشتني، دري میاشتني، او کلني کاري پلان طرح او ترتیبول.
  2. د اړوند ریاست کلني پلان پر بنسټ، د بدیجوي اړتیاوو مالومول او وړاندیزول.
  3. کاري ساحه کې د افغانستان د سولې او ودې ملي استراتېژۍ پروګرامونو او د فساد پر وړاندې د مبارزې ملي استراتېژۍ د موخو ترسره کول.
  4. د اړونده ادارې پالیسیو او اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون د موخو په پام کې نیولو سره، هیوادوالو، رسنیو، مدني ټولنو، او دولتي ادارو ته په وخت سره د مالوماتو مشري او وړاندې کول.
  5. په کاري ساحه کې، د اداري اجرااتو قانون، د ښځو اوماشومانو ځورونې او اذیت د منعې قانون، او د سلوک دول مقررې پلي کولو او مراعتولو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  6. لاس لاندې کارکوونکو ته د ورکشاپونو، سیمینارونو په دایرولو سره او د کار په ترڅ کې د ښوونې له لارې د مسلکي مهارتونو لیږدول.
  7. په ښه توګه د کار تر سره کولو، هڅونې رامنځته کولو، اغیزمنتیا لوړولو، ښوونیزو اړتیاوو تعینولو، او وړتیا لوړولو په موخه، د لاس لاندې کارکوونکو د کړنو ارزول.
  8. د ادارې مشرتابه د خبرولو په موخه، د اړونده څانګې د کړنو او لاسته راوړنو، درې میاشتني، کلني او د اړتیا په وخت د راپورونو وړاندې کول.
  9. د ادارې موخو، قوانینو او مقررااتو سره سم، د ټولو هغو دندو تر سر کول، چې د واک لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کېږي.

د بست همغږۍ دندې :

  1. د اړتیاوو او ستونځو رفع کولو لپاره، د قوم مشرانو، مدني ټولنو، ورزشي نهادونو سره د دوامداره اړیکو ټینګول.
  2. د اړوندې ادارې لومړني او دویمي واحدونو او ولسوالۍ تر منځ د همغږۍ او اړیکو ټینګول.
  3. په ښه توګه د چارو تر سره کولو په موخه، د ادارې او دریم واحد ترمنځ د همغړۍ او اړیکو ټینګول.

——————————————————————————————————————————————–

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري مخینه ( تجربه) ):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷، ۸ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.

  1. د زده کړې کچه: ملي یا نړیوالو موسسو څخه، په هیواد کې دننه یا بهر لږ تر لږه د لیسانس په کچه د زده کړې سند ولري او تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

 

  1. کاري تجربه:( د کلیوالۍ، حکومتولۍ، مالي، اداري، بشرۍ سرچینو مدیریت، پلان جوړولو، پالیسۍ طرح کولو چارو کې ورته مدیریتي یا تخصصي دندې او یا هم د یاد بست د د دندې موخو واکونو په برخه کې د ځای په ځای شویو چارو اړوند، هیواد کې دننه او بهر ملي یا نړیوالو موسسو څخه د کاري مخینې درلودل ( د هیواد طرزالعمل قوانینو او نورو ضمایمو سره سم)
  2. الف: مدیریتی او تخصصیتجربه ، لږ تر لږه لیسانس لپاره درې کاله، ماسټر لپاره دوه کاله، او دوکتورا لپاره درې کاله کاري مخینه په پام کې نیول شوې ده (مدیریتي یا تخصصي برخه کې تر یو کال څخه کم کاري تجربه لرونکي یاد بست ته وړ نوماند نه ګڼل کېږي)
  3. په یادو برخو کې پنځه کلنه مدیریتي یا تخصصي کاري تجربه.
  4. اړین مهارتونه: د هیواد په یوې رسمي ژبې برلاسی ( پښتو یا دري) او په انګلیسي ژبه ( لیکلو او خبرو کولو ) سره بلدتیا ،د ادارې د مشري او کنټرولولو ځواک درلودل، او د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل.
  5. یادونه: په شرایطو برابر معلول وګړي کولی شي د یاد بست تر لاسه کولو لپاره نوم لیکنه وکړي.

هڅونې :

الف. معلول نوماندانو ته د دریم او څلورم بستونو لپاره (پنځه) امتیازي نومرې او د لومړي او دویم بست لپاره، (۳) امتیازي نومرې د معلولیت لرونکو نوماندانو د ګمارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوي دي

ب. ښخینه نوماندانو ته (پنځه) امتیازي نومرې د ګمارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوي دي.

(۳۰) کاله عمر یي باید بشپړ کړی وي.

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود