د مالي، اداري او سوداګرۍ قضایاوو ریاست

د ملکي خدمتونو ټاکنې بورد د عدلیه وزارت  دویمه رتبه ( یو بست ) د وړ کارکوونکو ګمارنې په موخه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

په شرایطو برابر لیوال وګړي کولی شي چې خپل غوښتنلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون له ویبپاڼې څخه د (www.iarcsc.com ) لینک له لارې راولېږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست د کوډ شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

 

شمېره د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۱ د مالي، اداري او سوداګرۍ قضایاوو ریاست ۰۰۲۴

د بست ځانګړنه:

د بست سرلیک :                 د مالي، اداري او سوداګرۍ قضایاوو ریاست

وزارت/اداره :                    د عدلیه وزارت

بست :                             دویمه

د بست شمېر:                     (۱)

د بست ځای:                      کابل

اړونده څانګه:                      د مالي، اداري او سوداګرۍ قضایاوو ریاست

راپور ورکول:                    د دولت قضایاوو لوی رئیس

راپور اخیستل :                   لاس لاندې کارکوونکي (تشکیلاتي جوړښت سره سم)

د خبرتیا د پیل او پای نېټه:      ۲۹-۱۰-۱۳۹۸ تر ۰۹-۱۱-۱۳۹۸

………………………………………………………………………………………………………………………………………………

د دندې موخه: دعامه حقونو، مالي، اداري او سوداګرۍ قضیو دفاع کولو، سپړلو او ملاتړ لپاره، د لاس لاندې کارکوونکو مشري او مدیریت کول.

……………………………………………………………………………………………………………………………………………….

د دندې واکونه او مسولیتونه:

د بست تخصصي دندې:

  1. د کار کیفیت او قانون رعایت کولو څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره، د هیواد نافذه فرمانونو او قوانینو سرسم، د دعوي دفع کولو، د محکمو په پریکړود نیووکو صورتونو ترتیبولو په اړه، د مسلکي غړو څارل او مدیریت کول.
  2. د تدقیق کمېټې ته د مسلکي غړو نیوکو، دعوی او د دعوی دفع کولو صورتونو بیرته استول)راجع کول) او په دې اړه د اصلاح لپاره د نظرونو وړاندې کول.
  3. په عامه شتمنیو د تیري دفع کولو لپاره د اړونده چارو د قانون حکمونو په چوکاټ کې سپړل څارل او مدیریت کول.
  4. د عامه شتمنیو، مالي، اداري او سوداګرۍ قضیو دفاع کولو لپاره، د محکمې مخکې د حکمي او حقیقي وګړو پر وړاندې د مسلکي غړو د دعوې اقامې څخه څارنه او مدیریت کول.
  5. محکمو کې د عامه حقونو او شتمنیو څخه، د مسلکي غړو دفاع له څرنګوالي څخه څارنه او مدیریت کول، او مسلکي غړو ته د اړینو لارښوونو وړاندې کول.
  6. د اړوندو چارو ګړندي کولو لپاره، د موسسو او دولتي نهادونو تر منځ د دعوي حلولو بهیر څخه څارنه او مدیریت کول.
  7. د دولت د قضایو قانون سره سم، د ادارو او دولتي موسسو تر منځ د مسلکي غړو د اصلاح نظر ورکولو بهیر څخه څارنه او مدیریت کول.

د بست مدیریتي او اجرائيوي دندې:

  1. د دولت قضایاوو لوی ریاست پلان سره سم، د میاشتني، درې میاشتني، او کلني کاري پلان طرح او ترتیبول.
  2. مسلکي غړو ته د رارسېدلو مکتوبونو او دوسیو بېرته استول، او له کړنو څخه یې څارنه کول.
  3. رارسېدلو دوسیو ته د رسېدو لپاره، مسلکي غړو ته د وخت تعینول.
  4. اړتیا لرونکوو او نورو ادارو ته د استازي په توګه د مسلکي غړو ورپېژندل، او له کړنو څخه یې څارنه کول.
  5. په کاري ساحه کې، د اداري اجرااتو قانون، د ښځو اوماشومانو ځورونې او اذیت د منعې قانون، او د چلند لارې مقررې پلي کولو او مراعتولو څخه ډاډ تر لاسه کول
  1. لاس لاندې کارکوونکو ته د ورکشاپونو، سیمینارونو په دایرولو سره او د کار په ترڅ کې د روزنې له لارې د مسلکي مهارتونو لیږدول.
  1. په ښه توګه د کار تر سره کولو، هڅونې رامنځته کول، او د اغیزمنتیا لوړولو، د روزنیزو اړتیاوو ټاکلو، او د وړتیا لوړولو په موخه، د لاس لاندې کارکوونکو د کړنو ارزول.
  2. د اړونډ ریاست کاري پلان سره سم، د بودیجوي اړتیاوو مالومول او وړاندیزول.
  3. په اړونده کاري ساحه کې د افغانستان د سولې، ملي پراختیا او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي استراتېژۍ د موخو برنامو تر سره کول.
  4. مالوماتو ته د لاس رسۍ قانون او اړونده ادارې د پالیسو په پام کې نیولو سره، دولتي ادارو کې دننه، مدني ټولنو، رسنیو، او د هیواد وګړو ته په وخت سره د مالوماتو مشري او وړاندې کول.
  5. د اړونده څانګې فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه، مشرتابه ته د خبرورکولو په موخه، میاشتني، درې میاشتني، کلني او د اړتیا په وخت د راپورنو وړاندې کول.
  6. د ادارې موخو، قوانینو او مقررااتو سره سم د ټولو هغو دندو تر سر کول، چې د واک لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کېږي.

د بست همغږۍ دندې:

  1. د اړونده قضیې، د قانوني سندونو، مالوماتو اودلایلو وړاندې کولو په اړه، موکل ادارې سره د همغږۍ او اړیکو ټینګول.
  2. د عامه شتمنیو مالي، اداري او سوداګرۍ قضیو بیرته تر لاسه کولو په موخه، ټولو اړوندو ادارو سره د اغیزمنو همغږۍ او اړیکو ټینګول.

—————————————————————————————————————————–

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷، ۸ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.

د زده کړې رشته: لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري: حقوق او سیاسۍ علوم، شرعیات، (فقه اوقانون) او یا نورو اړوندو برخو کې د هیواد کورنيو اوبهرنیو ملي ا و نړیوالو موسسو کې  په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

 

کاري تجربه:اړونده کاري مخینه ( د حقوقي  یا قضايي چارو په برخه کې  ورته مدیریتي او تخصصي دندې او یا هم په یاد بست کې، د موخو  دندو، واکونو او مسولیتونو په برخه کې د شرح شویو اړونده مخینو درلودل ) او د هیواد دننه او بهر، د ملي او نړیوالو موسسو څخه د ورته مدیریتي او تخصصي مخینو درلودل) لږ تر لږه لیسانس لپاره درې کاله، ماسټر لپاره دوه کاله، او دوکتورا لپاره یو کال کاري مخینه په پام کې نیول شوې ده.

 

  1. د مدیریتي اویا هم تخصصي په برخه کې تر یو کال کم تجربه لرونکي،  په یاد بست کې د  شارټ لیست وړ نه ګڼل کېږي.
  2. په یادو برخو کې مدیریتي یا تخصصي تجربه پنځه کاله.
  3. د هیواد په یوې رسمي ژبې برلاسی ( پښتو یا دري) او په انګلیسي ژبه ( لیکلو او خبرو کولو ) سره بلدتیا.
  4. د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل؛
  5. یادونه: په شرایطو برابر معلول وګړي کولی شي یاد بست لپاره نوم لیکنه وکړي.

………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود