د مالي کال لومړیو شپږو میاشتو راپور: پروګرام شوي فعالیتونه عملي شوي

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۸ مالي کال د لومړیو شپږو میاشتو راپور ښيي چې د تعییناتو، شکایتو څېړلو، عامه ادارې د اصلاح، د کارکوونکو ظرفیت لوړولو، حمایوي او عملیاتي برخو کې د کمېسیون فعالیتونه، د پروګرام له مخې عملي شوي.

د پلاني موخو له پلوه، کمېسیون  په ټولو برخو کې پلاني توپيرونه هم لري. په ځینو مواردو کې اجراات له اټکل شوي پروګرام زیات عملي شوي او په څو مواردو کې د ځینو دلایلو له امله ځنډېدلي.

د ګومارنې په برخه کې کمېسیون ۲۴۵ تنه د وړتیا، لیاقت او ازادې سیالۍ له لارې د دولتي ادارو په لوړ رتبه بستونو کې ګومارلي. د ادارو د ګومارنې پروسې د ۶۴۶۹ ټیټ رتبه بستونو څارنه شوې.

د ښوونکو او مامورینو د پنځمو او شپږمو بستونو د تعییناتو پروسه بشپړه شوې. په همدې موده کې نور تش بستونه اعلان شوي او د لوړ رتبه بستونو پړاوونه بشپړ شوي.

د شکایتونو د څېړلو په بورډ کې له مرکز او ولایتونو څخه ۳۵۵۳ شکایتونه ثبت شوي چې ۲۶۲۳ شکایتونه یې څېړل شوي. همدا شان د شکایتونو د څېړلو بورډ د ۳۴۰ تایید شویو مصوبو څارنه شوې او ۱۸ شکایتونه چې له محکمې راجع شوي وو، تر کار لاندې دي.

د ۳۰ ادارو او وزارتونو  د  ۶۲۷۷ عنوان د دندو د لایحو، ترتیب، تنظیم او ارزونه، په وزارتونو او خپلواکو ادارو کې د ۱۸ اجرايي پروسو ساده کول، د ۲۰۳۰۵تنو دولتي کارکوونکو د کړنو له ارزونې څخه څارنه او ادارو ته د ۳۲۶ حقوقي مشورو ورکول، د عامه ادارې د اصلاح په برخه کې د کمېسیون له عملي اجرااتو څخه دي.

د ظرفیت لوړولو په برخه کې  کمېسیون په  بهر کې دولتي کارکوونکو ته ۸۹ روزنیز پروګرامونه تنظیم کړي او له دې لارې ۴۸۶ تنه  بورسیه ورکوونکو هېوادونو لکه، جاپان، هند او سینګاپور ته تللي.  په ولایتونو کې ۲۵ تنه مامورین هم د کمېسیون د ظرفیت لوړولو پروګرامونو څخه برخمن شوي.

کمېسیون د ادارو او وزارتونو ۱۷۷ تنه کارکوونکي په سوپر سکېل تنخوا  او ۴۴ تنه کارکوونکي  د رتبو د تنخوا ګانو په نوي سیستم کې شامل کړي او ۱۰۸ تنه د کمېسیون په تشو برخو کې ګومارل شوي.

کمېسیون د ۱۳۹۸ مالي کال لومړیو شپږو میاشتو کې، ۴۸ سلنه عادي او ۴۰ سلنه پراختیايي بودیجه لګولې.