د مالیي وزارت او د کابل ولایت ملکي خدمتونو نورو ادارو د ورودي کچې بستونو رقابتي ازموینه ترسره شوه

د مالیې وزارت ۲۲۰ او د کابل ولایت ملکي خدمتونو ادارو ورودي کچې ۸۰۸ بستونو د ګومارنې ازموینه ترسره شوه. دغه ازموینه کې له ۲۳ زرو زیاتو داوطلبانو ګډون کړی وو.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون او د مالیې وزارت ترمنځ د هوکړې له مخې، د مالیې وزارت ټول تش بستونه په درې پړاوونو ( ورودي کچې بستونو ازموینه، د منځنۍ کچې مدیریت بستونو ازموینه او لوړ رتبه بستونو ازموینه) به په تدریجي ډول ترسره کېږي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کمېشنر سید حشمت الله هاشمي سیالۍ ته د ورودي کچې بستونو وړاندې کولو په برخه کې د مالیې وزارت رهبرۍ څخه د ملاتړ له امله مننه وکړه، ویې ویل:«په تېرو څو کلونو کې، لومړی ځل دی چې د مالیې وزارت دومره کچه بستونه سیالۍ ته وړاندې کېږي.»

ښاغلي هاشمي زیاته کړه:«د ټولنیز عدالت ټینګښت او پایداره سولې لپاره، موږ مسلکي، ځواب ویوونکو، شفافو او پياوړو ملکي خدمتونو ته اړتیا لرو. په خواشینۍ سره پخوا داسې وو چې د ملکي خدمتونو بستونه د بېلابېلو سهمیه بندیو له مخې، ګومارل کېدل، په ځانګړي ډول همدغه بستونه چې موږ یې نن د ګومارنې د ازموینې شاهدان یو، د ګمرکاتو مرکزي بستونه او نور بستونه چې په مستقیم ډول خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې ډېر اهمیت لري. دغه ملکیت نن له هغې سهمیه بندیو وتلی  او په خپله خلکو ته سپارل شوی.»

د مالیې وزارت سرپرست عبدالهادي ارغندیوال څرګنده کړه چې دغه وزارت پر دې باور دی چې د ټولنې ټولو خلکو ته دې د عدالت له مخې چانس ورکړل شي، نه د اړیکې، واسطې او پېژند ګلوۍ له مخې.

د مالیې وزارت سر پرست وویل  چې راتلونکې کې به د غه وزارت کې نور تش بستونه او سرپرست لرونکي بستونه ازادې سیالۍ ته وړاندې شي، څو شفافیت رامنځ ته شي او مستحق نوماندان دغو بستونو ته لار پيدا کړي.

د مالیې وزارت د ۲۲۰ بستونو له جملې، ۱۰۱ یې ښځو ته ځانګړي شوي دي.

څه موده وړاندې د ښوونکو او د ملکي خدمتونو پېنځم او شپږم بستونو لپاره ډله ییزه ازموینه په کابل کې د ښوونکو د ډله ییزې ازموینې سره پیل شوه. ټاکل شوې راتلونکو دوه میاشتو کې د هېواد په نورو ولایتونو کې د غو بستونو لپاره د ګومارنې ازموینې ترسره شي.

تمه کېږي چې په ټول هېواد کې به د ښوونکو  او ملکي خدمتونو پېنځم او شپږم ۱۵ زره بستونو لپاره شاو خوا ۲۰۰ زره داوطلبان ګډون وکړي.