د مالیې وزارت ګمرکونو ریاستونو ګومارنې پروسه پيل شوه

د کابل، نیمروز، خوست، کندهار، فراه، ننګرهار، هرات، کندز او اقینې محصولي ګمرک ریاست د ګمارنې پروسه نن (پنجشنبه) په رسمي ډول پيل شوه.

کمېسیون د مالیې وزارت ګمرکونو بستونو ګومارنې پړاوونو د څارنې پروسه پرانیستې پرې اېښې او په دې موخه یې رسنیو او مدني ټولنو ته بلنه ورکړې ده.

د نیمروز ګمرک ریاست ته ۲۷۳ تنو داوطلبانو، د کابل ګمرک ریاست ته ۲۵۸ تنو، خوست ګمرک ریاست ته ۱۴۲ تنو،  کندهار ګمرک ریاست ته ۱۵۹ تنو، فراه ګمرک ریاست ته ۱۸۰ تنو، ننګرهار ګمرک ریاست ته ۱۹۶ تنو، هرات ګمرک ریاست ته ۲۴۰تنو، د اقینې محصولي ګمرک ریاست ته ۲۰۵ تنو او د کندز ګمرک ریاست ته ۱۸۸ تنو غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کمېشنر سید حشمت الله هاشمي وايي چې د افغانستان د عامه ادارې په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د مالیې وزارت د ګمرکونو ریاستونه ازادې سیالۍ ته وړاندې کېږي.

د ښاغلي هاشمي په وینا، د تېرو درې کلونو په ترڅ کې د مرکز او ولایتونو په کچه د رامنځ ته شويو میکانیزمونو په کارونې سره، د دغو بستونو ګومارنې پروسه کې شفافیت او عدالت، ازاده سیالي او د وړتیاوو اصول به تامین به شي.

د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رییس خلیل الله صالح زاده وايي چې ازادې سیالۍ ته د ګمرکونو ریاستونو د سپارلو موخه، د شفافیت ټینګښت، اداري فساد پروړاندې مبارزه او د تکړه او ژمنو کدرونو جذبول دي، چې وکړای شي اوږد مهال کې د هېواد ملي عواید له بشپړ شفافیت سره راټول کړي.

د مالیې وزارت ګمرکونو بستونو ګومارنې پروسه کې، هغو نوماندانو ته چې لوړې زده کړې او په مالي چارو کې کافي تجربه لري، لومړیتوب ورکول کېږي.

څه موده وړاندې، د مالیې وزارت ورودي کچې ۲۲۰ بستونو ډله ییزه ازموینه ترسره شوه. په دې وروستیو کې، د مالیې وزارت منځنۍ کچې مدیریت نږدې ۱۰۰ بستونه هم د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ویبپاڼې له لارې اعلان شوي دي.