د مالیې وزارت ۵ او ۶ بستونو ډله ییزې ازموینې په شرایطو برابر نوماندانو نوملړ مشخص شو

د مالیې وزارت ۵ او ۶ بستونو غوښتونکو ته اعلامېږي چې دغو بستونو لپاره په شرایطو برابر نوماندانو نوملړ اوس د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په ویبپاڼه کې خپور شوی.

په شرایطو برابر نوماندانو نوملړ له دغه ځایه ترلاسه کړئ.

ازموینې لپاره په شرایطو برابر نوماندان د ټیلیفون له لارې (SMS) هم ترلاسه کوي.

په ازموینه کې د ګډون کارت ترلاسه کولو لپاره دې د سې شنبې (تلې ۸) او چهارشنبې (تلې ۹) د اسان خدمت په ودانۍ کې د مرکزي ثبت او فکري مالکیت ریاست ته مراجعه وکړي.

پته: حضوري چمن، کابل نندارې، کرکټ بورډ تر شا

د بایو متریک اطلاعاتو ثبت لپاره د پنجشنبې په ورځ (تلې ۱۰)، د تابعیت تذکرې له اصل سره، د ملکي خدمتونو انسټیټوټ ته مراجعه وکړئ.

پته: د سیلو افشارو سړک، د افغان ـ کوریا روزنیز مرکز ځنګ ته

هغه غوښتوونکي چې د شارت لیست پروسې څخه شکایت لري، کولای شي د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو ( تلې ۸ او ۹) د مرکزي ثبت او فکري مالکیت ریاست (کارت وېش ځای) کې خپل شکایت ثبت کړي.

ازموینه د جمعې په ورځ (تلې ۱۱) ترسره کېږي.

د ازموینې اخیستو ځایونه د شمولیت په کارتونو کې لیکل شوي دي.

یاد دښت: هغه شمېر غوښتوونکو چې هممهاله یې د نورو وزارتونو او ادارو په ۵ او ۶ او د مالیې وزارت په ۵ او ۶ بستونو کې غوښتنلیکونه وړاندې کړي، غوښتنلیکونه یې د مالیې وزارت په بستونو کې نه دي منل شوي.