د مشرانو جرګې رییس د کمېسیون لیدنه وکړه

د ملي شورا د مشرانو جرګې رییس محترم فضل هادي مسلمیار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له بېلابېلو برخو څخه دلیدنې په خواکې، د کمېسیون له رییس احمد نادر نادري سره خبرې وکړې.

د مشرانو جرګې دویم نایب محترم محمد اکبر ستانکزي، د جرګې منشي محترم مولوي عبدالله قرلق او دغه راز، د دغې جرګې د دارالانشاء کارکوونکو د ښاغلي مسلمیار ملتیا کوله.

د مشرانو جرګې رییس له ښاغلي نادري سره په لیدنه کې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په خپلواک کمېسیون کې د رامنځ ته شویو اصلاحاتو او تحولاتو ستاینه وکړه.

په دغه لیدنه کې، دغه راز، د مشرانو جرګې د سازماني جوړښت او اړوندو مسایلو په اړه د نظر تبادله هم وشوه.

د کمېسیون مشرتابه ژمنه وکړه چې د مشرانو جرګې د دارالانشاء د اړتیاوو او د دغې جرګې د مشرتابه او غړو د لید لورو په پام کې نیولو سره به، د چارو د ښه والي لپاره به لازمې همکارۍ ترسره کړي