د مشرانو جرګې کار کوونکو د معلوماتو ثبت او بایو متریک بهیر پيل شو

 د بشري سر چینو د معلوماتو مدیریت په سیستم (HRMIS) کې د ملي شورا د مشرانو جرګې د کارکوونکو د معلوماتو د ثبت او بایو متریک بهیر پيل شو.

د دغې ادارې د تشکیل کچه ۴۵۴ تنو ته رسېږي. د مګړۍ د مشرانو جرګې د دارالاانشا د کار کوونکو شمېر ۴۱۵ تنو ته رسېږي.

د ملکي  خدمتونو د کارکوونکو په اړه د کره او موثقو معلوماتو نشتوالی، د خیالي کارکوونکو شتون، په یوه وخت له دوه مراجعو څخه د تنخوا اخیستل، د کارکوونکو نشتوالی، په دولتي اډانه کې د موجوده دندو د شمېر نه معلومېدل او په خپل وخت دولتي کارکوونکو ته د تنخوا نه ورکول، د هېواد د عامه ادارې له ننګونو څخه بلل کېږي چې د کمېسیون د مسوولینو په وینا، د بشري سرچینو د سیستم په پلي کولو سره به دغه ننګونې له منځه لاړې شي.

دغه بهیر تراوسه د مرکز په کچه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په خپلواک کمېسیون، د پوهنې وزارت، د سیمه ییزو ارګانو په خپلواکې ادارې، د ستندرد ملي ادارې، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست او د کانونو په وزارت کې نهايي شوی او تمه کېږي چې د روان کال ترپایه په ټول هېواد کې عملي شي.