د مصوبو د څارولو کارپوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو اعلانونو په دوام لاندنی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د ازادې سيالۍ له لارې د رتبو او معاشونو د نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري:

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د مصوبو د څارولو کارپوه ۴ د اجرايې او کړنو د منظمولو ریاست ۱ ۸/۱۲/۱۳۹۷ ۲۱/۱۲/۱۳۹۷

 

په شرايطو وړ کسان نارينه او ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۸/۱۲/۱۳۹۷) نه تر (۲۱/۱۲/۱۳۹۷) نېټې پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له مخکې له غرمې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

 

د ملکي خدمتونو بستونو د دندو لايحې

د بست ټولييز مالومات:

د بست د خبرتيا شمېره:  
د دندې عنوان: د مصوبو د څارولو کارپوه
بست: ٤
وزارت/اداره: اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون
اړونده څانګه: د اجرايې او کړنو د منظمولو ریاست، د دارالانشاء لوى رياست
د بست ځاى: کابل
د بست شمېره: ١
رپوټ ورکول: اجرايې آمر ته
رپوټ اخيستل: نه لري
د بست کوډ: ۰۱۳-۰۸-۹۰-۶۲
د بيا کتنې نېټه: ٢٧/١١/١٣٩٧

……………………………………………………………………………………………………………………………………………….

د دندې موخه: د جمهوري رياست مقام حکمونه او فرمانونه، د کابينې مصوبې، د وزيرانو شورى مصوبې او د کميسيون مشرۍ پلاوي پرېکړې او مصوبې څارل.

………………………………………………………………………………………………………………………………………………

واکونه او د دندې مسؤليتونه:

  1. د عمومي آمريت د پلان او ټاکل شوو موخو په اساس مياشتنى، درې مياشتنى او کلنى کاري پلان جوړول.
  2. د کميشنرانو د بورډ مصوبو، د کميسيون د مشرۍ پلاوي ناستې، د دارالانشاء مشرۍ پلاوي ناستې څارل او د ده اړونده ډيټابيس جوړول.
  3. د کميسيون په برخو کې د کوم ډول اجرااتو، د جمهوري رياست لوړ مقام د فرمانونو او حکمونو، د کابينې مصوبو، د وزيرانو شورى د مصوبو څارنه او رپوټ غوښتنه.
  4. د کميسيون له لوري د ورسپارل شوو دندو، د جمهوري رياست لوړ مقام د فرمانونو او حکمونو، د وزيرانو او کابينې شورى د مصوبو ډيټابيس جوړول او بشپړول او اړونده سرچينو ته يې رپوټ وړاندې کول.
  5. د رپوټونو، اسنادو او مکتوبونو اخيستل او ورکول او اړونده امر ته يې د وروستيو اجرااتو په خاطر وړاندې کول.
  6. د ورسپارل شوو چارو د ښو کولو او انسجامولو په خاطر د کميسيون له ټولو برخو سره اړيکې او همغږي ټينګول.
  7. له اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه میاشتني، درې میاشتني او کلني رپوټونه لارښودې ادارې ته وړاندې کول.
  8. له قوانینو او مقرراتو سره سم د مسؤلینو له خوا د ورکړل شوو دندو ترسره کول.

————————————————————————————————————————–

د ګومارنې شرايط (د زده کړې کچه او کاري تجربه):

لږ تر لږه د ياد بست د لاس ته راوړلو لپاره اړين شرايط د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون په (٧) او (٣٤) مادو کې ثبت او راغلي دي:

١: لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس، له يادو څانګو: حقوق او سياسي علوم، فقه او قانون، ژورنالېزم، اړيکې، ادبيات، ټولنپوهنه، حکومتولي، عامه اداره، ټولنيزو علومو او په نوموړو څانګو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

٢: د لېسانس لپاره لږ تر لږه د دندې اړونده يوکلنه کاري تجربه.

٣: د هېواد په رسمي ژبو برلاسى: (پښتو؛ يا دري) او له انګليسي ژبې (ويلو او ليکلو) سره بلديتا.

٤: د دندې اړونده په کمپيوټري پروګرامونو کې بلدتيا.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دغوښتنلیک فورمه