د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د تغییر پروژه سیستم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.
د غوښتنې پر مهال د یاد بست شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.
|
مشخصات بست:
د دندې سرلیک: د ملاتړي نسخې (تهیه نسخه پشتیبان) د چمتو کولو کارپوه یا Backup
بســــت: دریم
وزارت/اداره: د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون
د بست ځای: کابل
د بست شمېر: (۱)
اړونده څانګه: د سافت وېر کیفیت د تضمین آمریت
راپور ورکول : د کیفیت تضمین امر
راپور اخیستل: نلری
تاریخ نشروختم اعلان: ۰۸/۱۰/۱۳۹۹ الی ۱۸/۱۰/۱۳۹۹
د تغیر پروژه
د تغیر پروژه مستقیمآ د افغانستان د سولي او ملي ودې په چوکاټ کې ځوابورکوونکې ده، چې د پراختیایي لومړیتوب په لرلو سره د ځوابورکوونکې اوګټورې عامه ادارې په توګه د ملکي خدمتونو د تخصصوالي خوندیتوب او ځواکمنولو په موخه رامنځته شوې ده.
د وړتیا پر بنسټ د کلیدي بستونو ګمارل، د کارمندانو ښه مدیریت ته وده ورکول، او د بشري سرچینو ښه پلان جوړولو له لارې د لومړیتوب لرونکو وزارتونو او ادارو د وړتیا پیاوړي کول، د تغیر پروژې عمومي موخو څخه دي.
د تغیر پروژه د مرستو وجهي صندوق پرمټ د افغانستان بیارغونې (ARTF) د بین المللي پراختیايي انجمن (IDA) او نړیوالو بانکي ګروپونو له خوا تمویلیږي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوخپلواک کمیسون د افغانستان اسلامي جمهوري په استازولۍ دا پروژه پلي کوي.
د بشري سرچینو وزارتونو او ادارو منل شوي استراتیژیکي پلان پر بنسټ ، په دې پروژه کې شامل هر متصدي او خالي لپاره د کال په يبل کې کلیدي دندې (Key Deliverables) او اثباتیه شواهد(Means of Verification) د اداري بنسټیزو موخو او د دندې لایحې سره سم، د مستقیم آمر په همغږۍ سره د دوی په کاري هوکړه لیک کې وضع کېږي، دهغو کارکوونکو ارزونه چې له دې لارې ګمارل کېږي، د هر کال په پای کې د دوی د کړنو راپورونو له لارې د کلیدي دندو له مخې تر سره کېږي . او په بریالیتوب سره د همدو دندو ترسره کولو په شرط کارکوونکو سره د راتلونکي کال هوکړه لیک نوی کېږي.
داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون:
د بن موافقې پر بنسټ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمیسیون د اساسي قانون (۵۰) مادې له مخې د افغانستان لنډمهالې ادارې -۲۳/۳/۱۳۸۱ – نیټې – ۲۵۷- فرمان سره سم ، د اداري اصلاحاتو مشرۍ، د عامه ادارې د اصلاح سیستم، پالیسۍ او پلان طرحه کولو او پلي کولو څخه د څارنې په موخه رامنځته شوې ده.
د دندې موخه: د ملاتړې نسخې (Backup) د منظم سیسټم د طرحې او چمتو کولو په موخه د HRMIS شته سیستم د اطلاعاتو څخه کار اخېستل.
……………………………………………………………………………………………………………………………..
د ندې واکونه او مسولیتونه:
تخصصي دندې:
- د بک اپ او ډېټا سیسټم د پلان او طرزالعمل د طرحې تطبیق
- د (HRMIS) د اطلاعاتو سیسټم څخه کار اخېستنه
- د اړوندو پالیسيګانو او دستورالعملونو او د محرمیت کچې په پام کې نیولو سره سم د (Backup) د اطلاعاتو مصون ساتل
- په دوامداره توګه HRMIS شبکه کې د ټولو شته سیسټمونو څارنه او کنټرول
- د HRMIS سیسټم د پرمختګ اوښه کار کولو په موخه د وړاندېزونو وړاندې کول
مدیریتي دندې:
- د اړوند ریاست د پلان سره سم د میاشتنی، ربعوار او کلنی کاري پلان ترتیبول
- چارواکو ته د خبرتیا لپاره، د اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو درې میاشتنی، کلنی، او د اړتیا په وخت کې د راپورونو وړاندې کول
- د قوانینو،مقررو او د ادارې د موخو سره سم، د ټولو هغو اړوندو دندو تر سره کول چې د واکمنو چارواکو له خوا سپارل کیږي.
د همغږۍ دندې:
- د سپارل شویو دندو د ترسره کولو په موخه، د کمېسیون له اړوندو برخو، وزارتونو او نورو ادارو سره د همغږۍ جوړول
——————————————————————————————————————————-
د ګومارنې شرطونه ( د زده کړو کچه او کاري تجربه)
د دندې دا لایحه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ۷ او۳۴ موادو ته په پام، په لږ تر لږه شرطونو او لاندې معیارونو سره چمتو شوې ده.
- تحصیلي څانګه: له دې څانګو په یوې هغې کې د لېسانس سند درلودل: کمپیوتر ساینس، معلوماتي تکنالوژي، کمپیوټري پروګرامونه، پروگرام لیکنه، په هېواد دننه او بهړ کې د تحصیلي موسسو څخه فارغ وي. په بورتنیو څانګو کې د لوړې کچې زده کړو لرونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.
- کاري تجربه: په هېواد دننه او بهر کې له دندې سره په تړاو، لږ ترلږه دوه کاله تجربه ولري.
د اړتیا وړ مهارتونه:
۳٫د هېواد پر یوې ژبې (پښتو یا دري) او انګلیسي لاسبری وي
- ۴٫ له دندې سره اړوند د کمپیوټري مهارتونه زده کړه
- ۵٫ د بک اپ د اخېستو په برخه کې د اړینو مهارتونو درلودل
د هڅونې موارد:
- ۶٫ د معلولیت لرونکو وګړو د ګومارنې طرزالعمل مطابق، درېیم او او څلورم بست ته (۵) امتیازې نومرې.
- ۷٫ د ګومارنې طرزالعمل مطابق ښځو ته (۵) امتیازې نومرې
- ۳٫ معلولیت لرونکي کسان کولای شي چې د دې بست د ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړي، په هغه صورت کې چې د شخص معلولیت په اداره کې د چارو ترسره کېدو مخنیوی ونه وکړي
________________________________________________________________________________________________