د ملي خوځښت او پلټنې ریاست

 

د ملکي خدمتونو ټاکنو بورد، د پوهنې وزارت دویمه رتبه ( یو بست ) د وړ کارکوونکو ګمارنې په موخه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

په شرایطو برابر لیوال وګړي کولی شي چې خپل غوښتنلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کمیسون له ویبپاڼې څخه د (www.iarcsc.com ) لینک له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست د کوډ شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

 

شمېره د بست سر لیک د بست د کوډ شمېره
۱ د ملي خوځښت او پلټنې ریاست ۰۰۱۲

 

د بست ځانګړنې:

د بست عنوان:                              د ملي خوځښت او پلټنې ریاست

بســـــت:                                    دویم

د بست شمېر:                              (۱)

وزارت/اداره:                                  د پوهنې وزارت

اړونده څانګه:                                 د سواد زده کړې معینیت

د بست ځای :                               کابل

راپور ورکول :                                 د سواد زده کړې مرستیال

راپور اخیستل:                              لاس لاندې کارکوونکي (تشکیلاتي جوړښت سره سم)

د معاش اندازه:                              د بست اصل معاش + د بدلون پروژې امتیاز سره لومړي ګام څخه ۱۰۹،۶۰۰٫۰۰ افغانی تر پنځم ګانه پورې ۱۶۴،۴۸۹ افغانی ( د بدلون پروژې امتیازورکولو لارښوود سره سم)

تاریـخ نشر و ختم اعلان:                ۲۳/۱۰/۱۳۹۸ الی ۰۳/۱۱/۱۳۹۸

 

……………………………………………………………………………………………………………………………………………….

د بدلون پروژه:

د بدلون پروژه د افغانستان د سولي او ملي پراختیا کاري چوکاټ ته مستقیماً ځواب ویونکې ده. د پراختیایي لومړیتوب په شمول د عامه ادارې ګټور او ځواب ویونکي سیستم جوړونې او همدا راز د ملکي خدمتونو د تخصصي کېدو، ساتنې او ودې په موخه کار کوي.

د بدلون پروژې کلي هدف؛ د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د وړتیا په اساس د کلیدي بستونو د ګمارنې له لارې د وزارتونو او ادارو د ظرفیتونو ودې، د کارکوونکو د مدیریت ښه والي او په ښه توګه د بشري سرچینو پلان جوړونې ځخه عبارت دی.

د بدلون پروژه د افغانستان د بیارغونې لپاره د مرستندویه وجهي صندوق(ARTF) او د نړیوال پراختیایي ټولنې(IDA) د نړیوال بانک ګروپ له لوري تمویلېږي او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون یې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په استازیتوب پلي کوي.

 

د پوهنې وزارت په اړه:

د پوهنې وزارت یو غیر سیاسي بنسټ دی چې د هیواد بچیو ته د سالمې ښوونې او رزونې په موخه رامنځ ته شوی دی. د بې سوادۍ له منځه وړل، د ښوونځیو، د ښوونکو روزنې موسسو، دارالعلومونو، دیني مدرسو او سواد زده کړو کورسونو اړونده؛ ښوونکو، استادانو او مدرسینو وده او ظرفیت لوړول د پوهنې وزارت له لویو موخو څخه حسابېږي چې د اساسي او ټولګټو خدمتونو په وړاندې کولو سره د اساسي قانون، د پوهنې قانون، د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون، لایحو، مقرراتو او د پوهنې وزارت ستراتیژیک پلان په پام کې نیولو سره د دې موخو پلې کول چې په پنځو برنامو کې( ۱. عمومي زده کړې ۲. اسلامي زده کړې ۳. ښوونیز نصاب او د ښوونکو روزنه ۴. د سواد زده کړې ۵. د پوهنې ادارې برنامه) تدوین شوي، ترسره کېږي.

دا وزارت د هیواد د بچیو د ښوونې او روزنې د اصلي بستر په توګه د دې خاورې د وګړو د ژوند ښه والي لپاره هڅې او کوښښونه کوي. د مرکزي او ولایتي ریاستونو له لارې د هیواد په ټولو سیمو کې په پراخه توګه خدمتونه وړاندې کوي چې د ګران هیواد ټول وګړي ترې برخمن دي.

 

 

د دندې موخه :

د سواد او د لویانو زده کړې په پرخه کې له اړونده موخو، ستراتیژیکو پلانونو او د لرلید لېوالتیا له لړۍ څخه مدیریت او څارنه

د بست تخصصي دندې:

 

  1. د سواد زده کړې برنامو ته د سواد ښوونکو جلب او جذب، له لیرې لارو زده کړو او د اړونده څانګو د ښوونکو ظرفیت لوړولو په موخه د عامه پوهاوي او تبلیغاتو په لاره اچولو اړونده عملیاتي اوکاري پلانونو له طرحې څخه مدیریت
  2. د چارو غوره والي په موخه د وزارت ښوونیزې ستراتیژۍ سره سم د اړونده ریاست د پالیسۍ طرح، ترتیب او پراختیا
  3. د سواد زده کړې برنامو تمویل په موخه په کلیو او بانډو خلکو، ملي سوداګرو، د کورنیو او بهرنیو تمویل کوونکو او د ملي او نړېوالو موسسو د ملاتړ له جلب څخه مدیریت
  4. د سواد زده کړې برنامو د جوړولو او پلي کولو په برخه کې د ملي، ولایتي او ولسوالیو کمېټو تر منځ د همغږۍ رامنځ ته کولو څخه ډاډ ترلاسه کول او همدا راز له ټولو کورنیو ادارو سره همغږي
  5. د ملي خوځښت په پروسه کې د سواد زده کړې د برنامو په لاره اچول او عامه پوهاوي لپاره د سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي متنفذینو، چارواکو، سیاسیونو، پراختیایي شوراګانو، ملا امامانو، د سیمې خلکو، ملي سوداګرو او د کورنیو او بهرنیو تمویل کوونکو د ملاتړ له جلب څخه مدیریت
  6. ستونزو ته د رسېدنې او د حل لارو وړاندیز په موخه د راټول شویو راپورونو تجزیه او تحلیل
  7. د ښوونیز کیفیت په موخه سېمینارونو، ورکشاپونو، درسي او مرستندویه موادو پراختیا له لارې د ښوونکو روزنې او ظرفیت لوړولو له پروسې څخه مدیریت
  8. د سواد زده کړې له نعمت څخه محرومو وګړو لپاره د لیرې لارې زده کړو د تولید، ثبت او خپرولو څخه څارنه په څانګړې توګه هغه کسان چې په بېلابیلو عذرونو حضوري کورسونو ته حاضرېدای نه شي او همدا راز د رادیو تلویزیون، قلم، تپلیټونو او نورو تکنالوژيکي وسایلو له لارې د نمونه یي درسونو د خپرولو په ذریعه د ښوونکو ظرفیت لوړول

 

د بست مدیریتي او اجرائیوي دندې:

  1. د پوهنې وزارت د اهدافو ترلاسه کولو په موخه له عمومي پلان سره سم د اړونده ریاست میاشتنی، دری میاشتنی او کلنی پلان ترتیب او جوړول
  1. د ریاست د کلني کاري پلان په اساس د بودجوي اړتیاوو پېژندنه او وړاندیز
  2. په اړونده کاري ساحه کې د افغانستان د سولې، ملي پراختیا او د اداري فساد په وړاندې د مبارزې ملي ستراتیژي د موخو او برنامو ترسره کول
  3. مالوماتو ته د لاس رسي قانون او اړونده ادارې د پالیسيو په پام کې نیولو سره د دولتي ادارو د ننه، مدني ټولنو، رسنیو او د هیواد وګړو ته د مالوماتو وړاندې کول او مشري
  4. په اړونده کاري ساحه کې د اداري اجرااتو د قانون، د ښځو او ماشومانو د ځورونې منعې قانون او د چلند لارې مقررې په پام کې نیول او له پلي کولو څخه یې ډاډ ترلاسه کول
  5. اړینو موخو ته د لاس رسي په موخه د اړونده کاري اجرااتو حساب ورکونه او رڼوالی
  6. د ګټورو او په وخت سره د اجرااتو په موخه د اړونده کارکوونکو مشري او مدیریت
  7. د کړنو ښه والي انګېزه، د کار مؤثریت، د ښوونیزو اړتیاوو ټاکل او د ظرفیت لوړونې په موخه د کارکوونکو د کړونو ارزونه
  8. د ورکشاپونو، سېمینارونو، مشورو او زده کړو له لارې اړونده کارکوونکو ته د وړتیاوو انتقال او پراختیا
  9. د اړوندې څانګې له لاس ته راوړنو او فعالیتونو څخه مشرتابه ته میاشتنی، دری میاشتنی او کلنی کاري راپور وړاندې کول
  10. د ټولو دندو اجراء کول چې د لوړو مقاماتو له لورې د قوانینو، مقررو او اهدافو سره سم سپارل کېږي

……………………………………………………………………………………………………………………………………………………………….

د ګمارنې شرطونه( د زده کړو کچه او کاري تجربه):

دا لایحه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د ۸،۷ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لیږ تر لیږه په لاندې معیارونو او شرطونو ترتیب شوې ده:

  1. لیږ تر لیږه د لیسانس په کچه د زده کړو سند په لاندې رښتو کې ولري: ښوونه او رزونه، روزنیز مدیریت، ادبیات، ټولنیز علوم، اروا پوهنه، ټولنپوهنه، عامه ادار، اداره او سوداګري، ژورنالیزم، ارتباطات، اقتصاد، عامه پالیسي، عمومي مدیریت، حقوق، شرعیات او په دې رښتو کې لوړې کچې ته لومړیتوب ورکول کېږي
  2. اړونده کاري تجربه په (مشابه مدیریتي او ښوونې او رزونې، د زده کړو او ظرفیت لوړونې، عامه پوهاوي او د اړیکو تخصصي برخو کې او یا د بست د دندو د مسئولیتونو او لیکل شویو موخو سره سم) وي چې د لیسانس لپاره دری کلنه، ماسټر لپاره دوه کلنه او د دکتورا لپاره یو کلنه
  3. د هیواد پر یوې رسمې ژبې (پښتو یا دري) او انګلیسي ژبې بشپړ تسلط
  4. د دندې اړونده د کمپیوټري برنامو وړتیاوې

………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود