د ملکي خدمتونو انسټیټوټ او شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي او څېړنیزو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ

د علمي او څېړنیزو همکاریو تفاهم لیک د ملکي خدمتونو انسټیټوټ او د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون ترمنځ لاسلیک شو.

د دغه تفاهم لیک موخه، د ګډو څېړنو طرحه او ترسره کول او د افغانستان عامه ادارې په اړه د علمي اثارو او مقالو خپرول دي.

د دغه تفاهم لیک له مخې، ټاکل شوې د شهید استاد برهان الدین رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او د ملکي خدمتونو انسټیټوټ د سرچینو مرکز امریت کارکوونکو او استادانو ګډه کمېټه به د عامه ادارې، عامه پالیسۍ او مدیریت له اړتیاوو سره سم، محصلینو سره د ماسټرۍ دورې پای لیک لیکلو په برخه کې لارښوونه وکړي.