د ملکي خدمتونو بنسټونو کې د جندر همغږۍ دویمه غونډه جوړه شوه

د ملکي خدمتونو بنسټونو د همغږۍ غونډه کې د ښځو د ونډې پر زیاتوالي، ظرفیت لوړولو او د خوندي کاري چاپېریال په رامنځ ته کولو ټینګار وشو.

د جندر د همغږۍ غونډه، هرکال دوه ځلې جوړېږي.

د ملکي خدمتونو په بنسټونو کې د جندر واحدونه یا د ښځو ملاتړ واحدونه، په ټولو ادارو کې د ښځو د ونډې د زیاتوالي، مدیریت، څارنې او پروګرامونو د طرحه کولو، په پالیسي ګانو او قوانینو کې د ښځو اړوند موضوعا ګانو شاملولو، کار ځای کې ښځو لپاره د خوندي کاري چاپېریال رامنځ ته کولو او جنسیتي برابرۍ په برخه کې کار کوي.

د ملکي بنسټونو د جندر واحدونو همغږۍ دویمه غونډه  چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې د جندر ۳۶ واحدونو د مسؤولینو په ګډون جوړه شوې وه، د جندر واحدونو استازو د وزارتونو او ادارو د راتلونکي کال په تشکیل کې د دغو واحدونو د تشخیص د ځایګي په اړه بحث وکړ.

د ملکي خدمتونو په بنسټونو کې د ښځو ملاتړ پالیسي پلي کول، د دولت له ژمنو او سیاسي رهبرۍ له مسؤلیتونو څخه دي.

د مګړۍ په ملکي خدمتونو کې د ښځو د شتون کچه، له ۲۷ سلنې زیاته ده، چې له دې جملې ۶،۸ سلنه ښځې د ملکي خدمتونو د مشر تابه په کچه کې دي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ستراتيژیک پلان له مخې، تر ۲۰۲۰کال پورې په ملکي خدمتونو کې د ښځو ونډه، ۳۰ سلنې ته رسېږي.