د ملکي خدمتونو دستګاه کې سرپرستي پای ته رسول کېږي

د ملکي خدمتونو په ادارو کې په لومړیو او دویمو بستونو کې د سرپرستانو شتون، په یوې اساسي اداري ستونزې بدل شوی دی. دغې ستونزې ته په پام او د جمهوري ریاست عالي مقام د لارښوونې له مخې، د کمېشنرانو بورډ د ملکي خدمتونو په دستګاه کې د سرپرستانو شتون وڅېړلو او پريکړه یې وکړه څو راتلونکو شپږو میاشتو کې د ملکي خدمتونو په ادارو کې په لومړیو او دویمو بستونو کې سرپرستي پای ته ورسېږي.

د مګړۍ د ملکي خدمتونو ۴۰۰ لومړی او دویم بستونه د سرپرستانو لخوا اداره کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر یو کال په ترڅ کې، د ملکي خدمتونو لومړی او دویم ۲۶۶ بستونه، د تقاعد، استعفی او یا هم د دندې پرېښودو په پایله کې، د ضایعاتو شاهد وو.

د کمېشنرانو بورډ پرېکړه وکړه څو په لومړي پړاو کې، د دغو بستونو د دندو لایحو باندې بیا کتنه او نوې شي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس، احمد نادر نادري څرګنده کړه چې زیات وخت لپاره په دولتي ادارو کې د سر پرستانو شتون، د کار د دوام په اړه د نه ډاډ له امله کولای شي، کاري سلامتیا اوله ادارې څخه  متوقعه پایلو ته زیان ورسوي. نو له دې امله، له استثننايي حالاتو پرته، باید ټوله ممکنه هڅه وشي چې په ادارو کې د سر پرستۍ د دوام مخنیوی وشي.