د ملکي خدمتونو د تقنني اسنادو، مصوباتو او پاليسيو د څارنې د پلي کېدو کارپوه.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو خبرتياوو د لړيو په څارنه کې دا دى دا ځل لاندنې بست، د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په اساس د ازادې سيالۍ له لارې د رتب معاش د نوي سيسټم ته سپاري:

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د ملکي خدمتونو د تقنني اسنادو، مصوباتو او پاليسيو د څارنې د پلي کېدو کارپوه. ۴ د ملکي خدمتونو د تقنني او پالیسې ریاست ۱ ۱۴/۷/۱۳۹۷ ۲۵/۷/۱۳۹۷

په شرايطو برابر کسان هم نارينه او هم ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۱۴/۷/۱۳۹۷) نېټې نه تر (۲۵\٧\١٣٩٧) پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له ماسپښين نه وړاندې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

د ملکي خدمتونو د بستونو د دندې مسؤليتونه

بست ټولييز مالومات

د بست د خبرتيا شمېره:  
د دندې عنوان: د ملکي خدمتونو د تقنني اسنادو، مصوباتو او پاليسيو د څارنې د پلي کېدو کارپوه.
بست: (۴)
وزارت/یا اداره: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون.
د بست ځاى: کابل
د بست شمېره: (۱)
رپوټ ورکول: د ملکي خدمتونو د تقنني اسنادو، مصوباتو او پاليسيو د څارنې د پلي کېدو امر ته.
رپوټ اخيستل: نه لري
د بيا کتنې نېټه: ۱۱/۷/۱۳۹۷

……………………………………………………………………………………………………………………………………….

د دندې موخه: په ملکي خدمتونو، وزارتونو، دولتي ادارو او دويمي ادارو کې په مساوي ډول د تقنيي اسنادو او پاليسيو له پلي کېدو څخه څارنه.

………………………………………………………………………………………………………………………………………

واکونه او د دندې مسؤليتونه:

  1. د امريت د پلان او موخو په اساس مياشتنى، درې مياشتنى او کلنى کاري پلان ترتيبول او جوړول.
  1. د وزارتونو، مرکزي خپلواکو ادارو او سيمه ييزو ادارو اړوند د قانون، قوانينو، کړنلارو او لارښوونو په پرله پسې ډول د هغو کتل او لوستل او د هغو يو شان پلي کول.
  2. په وزارتونو او دولتي ادارو کې د ناقانوني کړنو، د اړونده پوښتنليکونو له لارې د هغو تشخيصول او پېژندل.
  3. د قانوني تشې، د احکامو تناقض، د تقنيني اسنادو له لارې پېژندل او يو له بل سره يې رپوټ ترتيبول او د اړونده برخې سرګروپ ته د کړنو څرنګوالى وړاندې کول.
  4. د څارلو کارونو له پايلو رپوټ ترتيبول او د اساسي حللارې لپاره يې وړانديزونه وړاندې کول.
  5. د امريت د اړونده برخې د پخوانۍ کاري تجربې په نظر کې نيولو سره د کلني او درې مياشتني پلان په برخه کې له کاري ډلې سره مرسته کول.
  1. له خپلو لاسته راوړنو او فعاليتونو څخه د عندالضرورت په وخت کې مياشتني، درې مياشتني او کلني رپوټونه ترتيبول او ذيصلاح مقاماتو ته وړاندې کول.
  2. د ټولو هغو دندو ترسره کول، چې د ذيصلاح مقاماتو له خوا د قانون، مقررې په اساس او د اړونده ادارې له خوا ورسپارل کېږي.

————————————————————————————————————–

د ګومارنې شرایط (د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د نوموړې دندې مسؤليتونه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د (٧) او (٣٤) مادو شرايط په پام کې نيول شوي او معيارونه يې په لاندې ډول دي:

  1. لږ تر لږه د زده سند يې لېسانس، يو له دغو څانګو: حقوق او سیاسي علوم، شرعیات (فقه و قانون) او په يادو زده کړو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.
  2. د لېسانس لپاره د دندې اړونده لږ تر لږه يو کلنه کاري تجربه لرل.
  3. د هېواد په رسمي ژبو (پښتو؛ یا دري) برلاسى او له انگلیسي ژبې سره بلدتيا.
  4. د دندې اړونده په کمپيوټري برنامو کې بلديتا.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غوښتنلیک فورم