د ملکي خدمتونو د ۱۴ بستونو لپاره رقابتي ازموینې ترسره شوې

د کابل او ننګرهار د ازموینو په مرکزونو کې د ملکي خدمتونو ۱۴ بستونو لپاره ۱۲۵ تنو سیالۍ وکړې.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، دوه لوړ رتبه بستونو (د خدماتواو املاکو ریاست او د ښوونکو د روزنې د نصاب ریاست) او د (بلخ ولایت ورزشي ریاست) د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست یوه لوړ رتبه بست لپاره ۱۱ تنو د فاطمې قادریان او رباټ جوړونکو نجونو د ازموینو په مرکز کې، په تحریري او تقریري ازموینو کې ګډون وکړ.

دغه راز، د ملکي خدمتونو انسټیټوټ د ازموینو په مرکز کې ۱۰۵ تنو دمالیې وزارت د عوایدو عمومي ریاست د ټیټ رتبه  او منځنۍ کچې مدیریت د نهو بستونو د ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړې. دغو بستونو کې د عوایدو د پلان او تکثیر د تحلیل امریت، د مالیه ورکوونکو د تشخیص امریت، د دوییم ګروپ د څېړنې عمومي مدیریت، د درېیمې څېړنې عمومي مدیریت (دوه بستونه)، د لسم ګروپ د څېړنې مدیریت، د اتم ګروپ د څېړنې مدیریت، د اووم ګروپ د څېړنې مدیریت او د مالیه ورکوونکو د شکایتونو د اورېدو کار پوه شامل دي.

په همدې توګه، د اقتصاد ریاست د غیر دولتي مؤسسو د فعالیتونو د څار او تنظیم مدیریت او د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د بیا ادغام امریت د ترلاسه کولو لپاره، ۹ تنو د ننګرهار ولایت د شهید موسی شفیق د ازموینو په مرکز کې  په کمپیوټري ازموینه کې ګډون وکړ.