د ملکي خدمتونو مامورین چې د ولسواليو شوراګانو لپاره نوماند وو، بېرته خپلو دندوته ستنېږي

د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم له مخې، د ملکي خدمتونو هغه شمېر مامورینو چې د ولسوالیو په شوراګانو کې د نوماندېدو لپاره یې له خپلو دندو استعفي کړې وه، د دغه حکم د صادرېدو له نېټې څخه تر یوې میاشتې پورې، بېرته خپلو دندوته ستنېږي.

د جمهوري ریاست حکم د روان کال د مرغومې په ۱۹ مه نیټه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د حقوقي نظریې په پام کې نیولو سره صادر شوی.

د حکم له مخې، که چېرې د ملکي خدمتونو مامورین په ټاکلې نیټه اړوند اداروته مراجعه ونه کړي، د ملکي خدمتونو د ذاتي چارو مقررې په «۱۸» ماده کې د درج شوي حکم له مخې، د ملکي خدمتونو بستونه یوازې د ازادې سیالۍ له لارې ترلاسه کولای شي.

په حکم کې راغلي:«که چېرې د ولسوالیو د شوراګانو لپاره د مستعفي نوماندانو په بستونو کې نور کسان د ازادې سیالۍ له لارې ګومارل شوي وي، مستعفي نوماندان دې د ازادې سیالۍ له پروسې پرته په مماثلو بستونو کې پر دندو وګومارل شي.»

دغه راز په حکم کې په ډاګه شوې؛ د ملکي خدمتونو هغه شمېر مامورین چې د ولسوالیو د شورا ګانو د ټاکنو لپاره یې له خپلو دندو استعفي کړې وه، خو د ولسي جرګې په ټاکنو کې یې د نوماند په توګه ګډون کړی، د دغه حکم په درج شویو احکامو کې نه دي شامل.

یاد دښت: که څوک غواړي چې د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم کاپي ترلاسه کړي، نو د کمېسیون د مراجعینو مرکز ته دې مراجعه وکړي.