د ملکي خدمتونو مرکزي او ولایتي ۸۹ بستونو لپاره رقابتي ازموینه ترسره شوه

د کابل په کمپیوتري مرکزونو کې د ملکي خدمتونو لوړ رتبه، منځنۍ کچې مدیریت او ورودي کچې ۸۹ بستونو ترلاسه کولو لپاره ۸۶۱ تنو سیالۍ وکړې.

د کلیو پراختیا، شهدا او معلولینو، کډوالو او راستنېدونکو چارو، عامې روغتیا، پوهنې، عدلیې، مالیې وزارتونو، سیمه ییزو ارګانونو، طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې، چاپېریال ساتنې، بدني روزنې او سپورټ، اټومي انرژۍ، پلټنې عالي ادارې او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون مرکزي او ولایتي ۳۷ لوړ رتبه بستونو ترلاسه کولو لپاره، ۱۲۷تنو داوطلبانو (۱۱۸ نارینه او ۹ ښځو) سیالۍ وکړې.

په  همدې توګه، د ملکي خدمتونو  منځنۍ کچې مدیریت او وردوي کچې ۵۲ بستونو ترلاسه کولو لپاره، ۷۳۴ تنو داوطلبانو (۶۲۹ نارینه او ۱۰۵) تنو ښځو په رقابتي ازموینه کې ګډون وکړ.

په رقابتي ازموینو کې د کلیو پراختیا، اطلاعاتو او فرهنګ، اقتصاد، ښځوچارو، قومونو اوقبایلو، کډوالو او راستنېدونکو، ترانسپورټ، کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو، عامې روغتیا، پوهنې، عدلیې او مالیې وزارتونو او د بدني روزنې او سپورټ، سیمه ییزو ارګانونو، علومو اکاډمۍ، تخنیکي او مسلکي زده کړو، احصایې او معلوماتو، بدني روزنې، کوچیانو چارو انسجام، اټومي انرژۍ، پلټنې عالي ادارې، لوی څارنوالۍ، چاپېریال ساتنې او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون بستونه شامل وو.